The news is by your side.

د امريکې يو ځوان په ٨ دقيقو کې ٤٨٠ چينجي وخوړل

ايا کله مو چينجي خوړلي دي؟ يا مو د چينجيو خوړلو مسابقه ليدلې ده؟ نه، بالکل به مو نه وي ليدلي، خو يوه امريکايي ځوان د چينجو خوړلو په مسابقه کې په ٨ دقيقو کې ٤٨٠ هغه چينجي خوړلي، چې په اويسټر کې پراته وي.

اويسټر
د اويسټر په نوم چينجي

په امريکا کې هر کال دا مېله ترسره کېږي، چې دې ته اويسټر خوړونکي دعوتېږي او دا ځل په دې مسابقه کې له ټولې امريکا څخه ٧ کسانو برخه واخيسته.

د سږکال مسابقه د ډيرن بريډن په نوم يوه ځوان وګټله، چې د ورجينيا د اورنج کاونټي سيمې اوسېدونکى دى. بريډن ٤٨٠ اويسټر (چينجي) په ٨ دقيقو کې وخوړل او دا مسابقه يې وګټله، همدا راز يو نړيوال ريکارډ يې هم جوړ کړ، چې تر ده مخکې په دومره لږ وخت کې دومره ډېر اويسټر چينجي چا نه و خوړلي.