The news is by your side.

د دولت ځدراڼ ورور په ټرافيکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړى

د افغانستان د ملي لوبډلې د نوموتي لوبغاړي دولت ځدراڼ ورور په يوه ټرافيکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

ويل کېږي چې د دولت ځدراڼ ورور د پاکستان په پنجاب کې په ټرافيکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړى دى.

د دولت ځدراڼ ورور حماد ځدراڼ نومېده، چې په پنجاب کې اوسېده او هلته د خپل کور سره نږدې دا پېښه شوې ده.

د افغانستا کرکټ بورډ او يو شمېر لوبغاړو هم په دې پېښه غمرازي څرګنده کړې ده.