کور پاڼه / جالب / ولسمشر ډونلډ ټرمپ په څېر ښځه موندل شوې

ولسمشر ډونلډ ټرمپ په څېر ښځه موندل شوې

د هسپانیې په کاسټا ډي مورټ سیمه کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په څېر ښځه موندل شوې. د هغې داسې یو تصویر په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې په پټي کې ولاړه ده او بېلچه یې په اوږه ده.
دغه بزګره ښځه چې ډولوریز لیز انټولیو نومېږي، په ټوېټر کې په اړه یې یو مطلب پنځه زره ځله شریک (ري ټویټ) شوی دی.
نوموړې د لا ووز په نوم هسپانوي رسنۍ ته ویلي:"داسې ښکاري چې تصویر مې ډېر لرې تللی او لامل یې زما د ویښتانو رنګ دی".
هغه اوس د کاسټا ډي مورټ په ټرمپ مشهوره شوې ده، خو د اصلي ټرمپ برعکس بیا موبایل او ټوېټر نه کاروي.
هغې ویلي لور مې وایي چې دا تصویر به دې مشهوره کړي. د هغې تصویر داسې اخیستل شوی، لکه ډونلډ ټرمپ چې د ګلف لوبه کوي.

Loading...

بیا وګوره

په لبنان کې ميليونره خېرغوښتونکې مړه شوې

د لبنان پوليسو په يوه موټر کې د يوې ٥٢ کلنې خېر غوښتونکې مړى پېدا …

د اورګاډي ٢٥ ثانيې مخکې روانېدو له امله شرکت له خلکو بښنه وغوښته

په جاپان کې يو اورګاډى د خپل وخت نه ٢٥ ثانيې مخکې روان شوى و، …