The news is by your side.

ياهو مسينجر بندېږي

د ټېکنالوجۍ مشهور شرکت ((ياهو)) د خپل مسينجر د بندولو اعلان کړى دى.

ياده دې وي چې ((ياهو)) خپل ميسنجر دوه کاله مخکې په ٢٠١٦ کې نوى کړى هم و، دې شرکت خپل پخوانى د مسينجر ايپليکيشن بند کړى و او د هغې پر ځاى يې نوى فعال کړى و.

ياهو خپل انسټنټ ميسج ايپليکيشن دوه لسيزې مخکې په ١٩٩٨ کال کې خلکو ته وړاندې کړى و، دا د نړۍ لومړنى مسينجر هم و.

دا مسينجر د مارچ په ٩مه نېټه، کال ١٩٩٨ کې خلکو ته وړاندې شوى و او په تېرو شلو کلونو کې يې د خپلو کاروونکو لپاره ډېر بدلونونه هم پکې راوستي و.

په ياهو مسينجر کې چېټ رومز او نور ډېر شيان ول، خو د وخت له تېرېدو سره او د نوو ايپليکشنو او خواله رسنيو له راتګ سره دا له ډېرو ستونزو سره مخ شو.

په ٢٠١٢ کال کې ياهو خپل چېټ رومز بند کړل، خو اوس دا مسينجر هم په راروانه مياشت کې بندېږي.

د ياهو شرکت په خپله يوه اعلاميه کې دا خبره منلې ده او ويلي يې دي چې د جولاى په ١٧مه نېټه، ٢٠١٨ کال به د ياهو مسينجر بند شي.

په اعلاميه کې زياته شوې، چې راروانه مياشت د ياهو مسينجر بندېږي، موږ د خپلو کاروونکو نه بښنه غواړو. همدا راز د ياهو شرکت د خپلو کاروونکو لپاره د ډاونلوډ بټن هم په مسينجر کې زياته کړې، تر څو دوى خپل هر څه له ياهو مسينجر څخه ډاونلوډ کړي.

په اعلاميه کې دا هم ويل شوي، چې د ياهو کاروونکي دې اوس بل کوم ايپليکېشن وکاروي. دا مشوره هم ورکړل شوې، چې د (سکيرل) په نوم مسينجر دې وکاروي.

د سکيرل په نوم دا نوى ايپليکيشن به په ١٧مه جولاى فعال شي.

ياده دې وي چې له ياهو مخکې اې او ايل په ٢٠١٧ کې او ايم ايس اين په ٢٠١٤ کې بند شوي دي.