The news is by your side.

د اوربند لومړۍ ورځ او د طالبانو پراخ بريدونه

نن د افغان دولت له لوري د اعلان شوي اوربند لومړۍ ورځ ده، خو تېره شپه طالبانو په درې ولسواليو پراخ بريدونه ترسره کړي دي.

راپورونه ليکي، تېره شپه د غزني په مقر ولسوالۍ ځانمرګى بريد شوى او تر هغې وروسته د درنو او سپکو وسلو بريدونه هم د طالبانو له خوا ترسره شوي دي.

په پېښه کې پنځه پوليس شهيدان شوي او ٢٢ نور ټپيان دي.

همدا راز طالبانو د فارياب په کوهستان ولسوالۍ هم بريد کړى دى او ياده ولسوالي يې نيولې ده. په دغه پېښه کې د کوهستان ولسوال عبدالرحمان پناه په ګډون ١٣ پوليس په شهادت رسېدلي دي او پنځلس نور بيا ټپيان دي.

د ياد ولايت چارواکي وايي، چې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل خوا د ميدان وردګو ولايت مقام بيا وايي، چې طالبانو په جلرېز ولسوالۍ کې په پوليسو تهاجمي بريد کړى دى او دوه کسه يې په شهادت رسولي دي.

دا پېښې د حکومت او طالبانو د اوربند تر عملي کېدو څو ساعته وړاندې رامنځ ته شوي دي.