The news is by your side.

حمید حسن مه هیروئ، لا هم انرژي او وړتیا لري

ليکوال : ابراهیم مومند

ایا هغه حمید حسن د هیرولو دی چی د افغانستان په نیمایي بریاوو کی یې مهم رول درلوده، ایا هغه حمید حسن د هیرولو دی چې تېزترینه ۵۰ نړیوالې ویکټې یې اخیستي، ایا هغه حمید حسن د هیرولو دی چې د سکاټلینډ خلاف یې د انټرکانټینینټل جام (فاینل) لوبه په ټپي پونده په ۲ ورځو کې ختمه کړه، ایا هغه حمید حسن د هیرولو دی چې د ایرلینډ د یوه بیټسمین په هیلمیټ کې یې بال نښلولی وو، ایا هغه حمید حسن د هیرولو دی چې د متحده عربي امارات خلاف یې په وروستیو ۲ بالونو د افغانستان د بریا لپاره ۱۰ منډې پوره کړې، ایا هغه حمید د هیرولو دی چې ۲۰۰۹ کال کې يې د ایرلینډ خلاف د ۵ ویکټو په اخیستلو يې د ایرلنډ یقیني بریا په ماتې بدله کړه؟ خو هغه حمید چې اوس ټپي دی او د ټپ د اساسي درملنې لپاره امکانات نه لري ټولو هیر کړی.
د افغانستان د زیات شمیر کرکټ مینه والو په څیر د افغانستان د کرکټ بورډ یو شمیر مشران هم د افغانستان د کرکټ او لوبغاړو د سختو ورځو او خواریو څخه ډیر خبر نه دي او تیارې مړۍ ته راغلي او د افسانوي لوبغاړو په قدر نه پوهیږي.
کرکټ ته چا چټک پرمختګ ورکړ، د کرکټ له لارې د افغانستان نوم چا په نړۍ کې وځلو، کوم لوبغاړی و چې د افغانستان درې رنګ بیرغ به یې له سر تړلی و او مخالف لوبغاړی به یې له هر قدم په لړزه کې و، لوږې تندې، سختې بدې ورځې چا تېرې کړې، اوس نوم د چا یادیږي او هغه څوک چې دا هر څه یې د کرکټ او هېواد لپاره کړي، نن نوم ورکی شوی دی.
د بورډ اوسني مشران ځکه د پخوانیو مشرانو او لوبغاړو په قدر نه پوهیږي چې دوی کله هم کرکټ نه پيژنده او نه هم د دې لایق و چې د کرکټ بورډ مشري دې وکړي خو دا چې ډګریانې یې درلودې او نیکټايي پوش و، نو په ارګ کې یې د اړیکو په واسطه تر کرکټ برډ ځان رارسولی او کرکټ بورډ ورته د هوسا ژوند او عیش عشرت ښه وسیله ګرځیدلی دی.
دا کسان په فساد او خپلمنځي معاملو کې دومره بوخت شوي چې د کورنیو فرسټ کلاس سیالیو لوبغاړو ، روزونکو، لوبڅارانو او نورو دخیلو مسوولینو ته د هغوی میچ فیسونه او پیسی هم نه دي ورکړل شوي، خو د شمشاد ټلویزیون په مرکه کې د امو زون مسوول ډاکټر فرید سره اسناد و چې مشران بهرني سفر کې د ورځې درې سوه ډالر یواځې سفریه اخلي او نور عیش عشرت یې هم په کرکټ بورډ دی.
دا هر څه چې لیکم، زړه مې درد کوي، کرکټ څنګه چټک پرمختګ وکړ، په دې کې رول د چا و، اوس یې ګټې ته څوک ناست دی او کومې خواته یې بیايي.
تیره اونۍ د افسانوي افغان تېزبالر حمید حسن کلیزه وه، هیڅوک ترې نه و خبر، ان کرکټ بورډ هم، خو د کرکټ نړیوالې شورا کور ودان چې ټول افغانان او ان افغان کرکټ بورډ ته یې وریاده کړه چې د یو نوم ورکي لوبغاړي کلیزه مو ده.
دا نوم ورکی کس حمید دی چې د همدې هېواد او همدې لوبو لپاره ټپي شوی دی، په ټولنیزو رسنیو کې حمید حسن ته هم سلګونه زرو مینه والو مبارکي وویله ، نوموړی یې د افغانستان د کرکټ یو نه هیریدونکی تېزبالر یاد کړ او د صحت لپاره یې دعا ورته وکړې.
خو د افغانستان کرکټ بورډ نیمایي اداره چې د هند په سفر بوخته ده په رسمي توګه خپل دغه لوبغاړي ته چې نن یی په مټ زرګونه ډالر اخلي او یخچالي اطاقونو کې ناست دي یو څو ټکي د مبارکۍ پیغام خپور نه کړ.
دافغانستان په کرکټ بورډ اداره کې د مشرۍ واګي د بیلا بیلو لاملونو له کبله په وروستۍ یوه لسیزه کې نږدې ۱۰ ځلې د ۷ مشرانو ترمنځ لاس په لاس شوې چې د شخصي غوښتنو په پاللو یې له مثبتو تغیراتو منفي زیات و.
د یو شمیر تکړه لوبغاړو حقونه ترپښو لاندې شول او هغه خوبونه یې رښتیا نه شول چې هره ورځ به یې زحمت ویسته، ځینې یې هېواد پريښودو او ځینې نور د کرکټ پريښودو ته اړ شول.
د کرکټ بورډ مسوولینو په ۲۰۱۱ کال کې د نړۍ غوره کرکټ لوبډلې خلاف لوبه کې ټپي شوی مشهوره، تېزترینه او نه تکراریدونکی افغان بالر حمید حسن هم له نظره وغورځوه چی د نږدې ۸ کلونو په تیریدو لا هم د پښې له ټپونو زوریږي او ځای یې تر ننه چا ډک نه کړ.
د حمید حسن کلیزه د هغه یو شمیر نږدې ملګرو او بیا ورپسې په افغانستان کې جنرل پیټرولیم شرکت په یوه ستره غونډه کې ونمانځله، د حمید حسن سترګې یې اوچتې کړې، هغه ته یې وریاد کړل چې یو څوک شته چې لا هیر یې نه یې او په دې سره یې د کرکټ بورډ د مسوولینو په مخ کلکه څپيړه ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ مسوولین دې دا نه هیروي چې په داسې بې غوریو به لکه د پخوانیو هغو په مخه لاړ شي، خو حمید حسن به د خلکو په زړونو کې پاتې وي او بیا به دوی له هیچا سره د سترګو لګولو ځای نه وي پريښی.
په درنو دروند په سپکو سپک ، د زرو قدر له زرګر سره وي.
جنرال پیټرولیم (GP) نړیوال شرکت د اتل حمید حسن د کلیزې په نمانځلو سره ثابته کړه چې د کرکټ د یو ملاتړ په توګه ارزښتونه پيژني او هر کله به دا رازښتونه پالي او اتلان به خلکو ته وریادوي.