The news is by your side.

د هيرا منډهۍ ملا وايي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند ګټه نه کوي

د پاکستان د حقانيه مدرسې مشر مولانا سميع الحق وايي، چې د ولسمشر غني د حکومت او د طالبانو ترمنځ اوربند کومه ګټه نه لري او له اوربند څخه وروسته به بيا جنګ شروع شي. هغه وايي چې په افغانستان کې روان جنګ جهاد دى او هغسې بايد روان وساتل شي، څنګه چې د روس په مقابل کې وشو.

د هيرا منډهۍ ملا مولانا سميع الحق دا خبرې د پاکستان د خېبر ټلويزيون سره په مرکه کې کړي دي او ويلي يې دي چې په افغانستان کې چې د علماو کومه غونډه ترسره شوې او په افغانستان کې يې د جنګ او ځانمرګو په اړه کومه فتوا ورکړې، چې دا حرام دي، دا علما دوکه شوي دي.

سميع الحق وايي چې د امريکا پر ضد دې جهاد همداسې دوامداره وي. حال دا چې امريکا د پاکستان له لارې راغله، پاکستان ورته په خپل هېواد کې اډې ورکړې، د پاکستان له خوا د ٥٧ زره څخه زيات بريدونه په افغانستان وشول، د امريکا ټول تجهيزات د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته راتللل او پاکستان په دې جنګ کې ٣٣ ميليارده ډالر ترلاسه کړل، خو هغه وخت مولانا سميع الحق په هيرا منډهۍ کې ناست و او هېڅ د جهاد غږ يې نه راوته.

مولانا سميع الحق چې په خپل هېواد (پاکستان) کې يې د لارډ مېکالى انګرېزي قانون نافذ دى، دغه هېواد ورته اسلامي هېواد ښکاري او جهاد پکې ناروا بولي او په خپله پارلماني سياست کوي، خو افغانستان چې ټول خلک يې کلک مسلمانان دي او قانون يې هم اسلامي دي، دلته ورته بيا جنګ جهاد ښکاري او د دې د غځولو هڅه کوي.

طالبان بايد نور په دې پوه شي او خپل دوست او دښمن وپېژني، د پاکستان ملا، عالم، سيکولر، ملحد او هر تن يې د پاکستان د دفاع لپاره مټې وهي، خو بيا زموږ په هېواد کې ورته جنګ جهاد ښکاري.

په پاکستان کې د هيرا منډهۍ په څېر د فحاشۍ ستر مرکز شتون لري، همدا راز يو شمېر نور د فحاشۍ مرکزونه چې په اسلام اباد، کراچۍ، فېصل اباد او نور ډېر شمېر ښارونه کې شته، دوى ته اسلامي ښکاري، همدا راز د پنجاب په ډېر شمېر ښارونو کې لوڅ کنسرټونه کېږي، چې په زرګونو خلک ورته ورځي، هلته د دوى پام جهاد ته نه وراوړي.

د پاکستان پوځ او استخباراتو په پاکستان کې په پښتنو سپينه ورځ توره کړې ده، خلک يې در په دره کړل، وې وژل، ترهګر يې کړل، ښځې يې بې عزته کړې، بې پته يې کړې خو دوى ته د پاکستان پوځ د اسلام پوځ ښکاري او د هغې پر ضد يې د جهاد فتوا ور نکړه.

موږ ته د پاکستان عالم او فاحشه يو ډول دي، بايد هغه طالبان چې افغانان دي، هغوى دا دښمنان وپېژني او د دوى په مخ ورتو کړي، ځکه د همدې خلکو دلاسه موږ تېره نيمه پېړۍ په اور کې ژوند کوو، که چېرته دا اوربند ونه غځېده او د سولې خبرو پيل نه شوې، ګټه يې يواځې او يواځې د دښمن ده او تاوان به يې يواځې د افغان ولس وي.