The news is by your side.

د ملي دفاع وزارت په چوکات کې د سیمه ییز ځواک په نوم اردو جوړه شوه

په لومړي ځل د ملي دفاع وزارت په چوکات کې د سیمه ییز ځواک په نوم اردو جوړه شوه چې تر ګواښ لاندې سیمو امنیت به خوندي کوي.

دا ځواک به د سیمه ییزو پولیسو ځای ونیسي او ټولې هغه نیمګرتیاوې به له منځه وړي چې سیمه ییزو پولیسو کې وې.

دفاع وزارت وایي، په دې سره به اردو لا پیاوړې شي او هغه سیمې چې له وسله والو نیول کېږي سیمه ییز ځواک به یې ساتنه کوي .
سیمه ییز ځواک د سیمې له خلکو جوړیږي او ملي اردو یې حمایه کوي چې ترهګرو ډلو ته په خپلو سیمو کې د فعالیت اجازه ور نه کړي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت آعتراف وکړ چې افغان ځواکونه د نړۍ په استازیتوب قرباني ورکوي.
د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکولسن باور ښودلی چې دا ځواک به وکولای شي د جګړې په ډګر کې له افغان ځواکونو سره زیاته مرسته وکړي.