The news is by your side.

د پاکستاني پوځ مشر قمر جاوېد باجوه کابل ته راغلى

د پاکستان د پوځ لوى درستيز قمر جاوېد باجوه کابل ته راغلى دى او په کابل کې به د ولسمشر اشرف غني سربېره يو شمېر لوړپوړو چارواکو سره وويني.

د پاکستاني پوځ وياند آصف غفور ويلي چې قمر جاوېد باجوه د افغان ولسمشر په بلنه کابل ته تللى دى.

هغه زياتوي، چې پاکستان غواړي د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د ملي يووالي حکومت، امريکا او ناټو هڅې بريالۍ شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د مرستيال وياند په وينا، چې د پاکستان د پوځ مشر به له افغان چارواکو سره وويني او د سولې او پېوستون د پلان په عملي کېدو به سره بحث وکړي.

همدا راز ويل شوي دي، چې د پاکستان د پوځ مشر به د افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني سره هم وويني.