The news is by your side.

نن د افغان حکومت اوربند پیل شو

سر له نن د افغان طالبانو پر وړاندې د افغان حکومت اوربند پیل او د اختر تر پنځمې به دوام وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو هیوادونو د افغان حکومت او طالبانو لخوا د اعلان شوي اوربند هرکلی کړی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو هیوادونو په طالبانو غږ کړی چې د افغان حکومت په ځواب کې دې په بشپړه توګه اوربند اعلان کړي.
دغه راز دغه هېوادونو له طالبانو غوښتي چې د افغان حکومت د سولې وړاندېز ومني او د حکومت سره نېغ په نېغه خبرو ته کېني.
افغان ولسمشر اشرف غني افغان ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د اوربند پر مهال لومړۍ درجه احضارات ولري.