The news is by your side.

افغانستان او هند ٢ ورځې وروسته په تاريخي ټيسټ لوبه کې مخامخېږي

د افغانستان او هند لومړنۍ تاريخي ټيسټ لوبه دوه ورځې وروسته د جون ١٤مه نېټه د هند په بنګلور ښار چناسوامي لوبغالي کې پيلېږي، چې د جون تر ١٨مې نېټې پورې به دوام وکړي.

اوس مهال د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړي د هند په بنګلور ښار کې د دې تاريخي ټيسټ لوبې لپاره په تمريناتو بوخت دي.

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچوونکي راشد خان تېره ورځ په يوه مرکه کې ويلي و، چې دوى د ټيسټ لوبې لپاره بشپړ تيارى نيولى دى او د هند لپاره به د افغانستان ورو توپ اچوونکي سردردى وي.