کور پاڼه / جالب / شمالي کوریا مشر خپل خصوصي تشناب له ځان سره سویلي کوریا ته وړی

شمالي کوریا مشر خپل خصوصي تشناب له ځان سره سویلي کوریا ته وړی

 

د شمالي کوریا مشر کېم کونګ اون سویلي کوریا ته په خپل تاریخي سفر کې له خپل ځان سره خپل خصوصي تشناب لېږدولی و.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د چارواکو له خولې لیکلي، کېم دا کار د دې وېرې له امله کړی، هسې نه چې د سویلي کوریا جاسوسان د ده پاتې شوني راواخلي او د کېم روغتیایي وضعیت ترې مالوم کړي.
د سویلي کوریا رسنۍ ډیلي این کی هم تاییدوي چې د کېم د موټرو په کاروان کې لېږدوونکی تشناب شتون لري.
رسنۍ د چارواکو په حواله لیکلي چې نه یوازې د کېم په خصوصي اور ګاډي کې دغه ډول تشناب شته، بلکې په موټرو کې او هغو ځانګړو موټرو کې چې غره ییزو سیمو له پاره جوړ شوي هم تشناب لري.
کېم پرون سویلي کوریا ته تللی و او هلته یې د سویلي کوریا له ولسمشر مون سره وکتل. په تېرو څو لسیزو کې دا د شمالي کوریا د کوم مشر لومړنی سفر و.
 

Loading...

بیا وګوره

په لبنان کې ميليونره خېرغوښتونکې مړه شوې

د لبنان پوليسو په يوه موټر کې د يوې ٥٢ کلنې خېر غوښتونکې مړى پېدا …

د اورګاډي ٢٥ ثانيې مخکې روانېدو له امله شرکت له خلکو بښنه وغوښته

په جاپان کې يو اورګاډى د خپل وخت نه ٢٥ ثانيې مخکې روان شوى و، …