The news is by your side.

د اوربند موده د ۱۰ ورځو لپاره وغوځول شوه

د جمهوري ریاست وايي د لسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې  په ترڅ کې له وسله والو طالبانو سره د اوربند موده د لسو ورځو لپاره وغوځول شوه.

د جمهوري ریاست له دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، پرون په ارګ کې له هر اړخيزو بحثونو وروسته له افغان وسله والو طالبانو سره اوربند لس ورځې نور هم تمدید کړ.

خبرپاڼه وايي، غونډې د درې ورځني اوربند د ارامې  فضا او کوچني اختر د نمانځنې لپاره د دولتي ځواکونو او خلکو تر څنګ د افغان طالبانو د حضور هرکلی  وکړ.

سرچینه زیاتوي، ولسمشر غني د هېواد له بېلابېلو اقشارو او دغه راز  بین المللي شریکانو څخه افغان طالبانو سره د حکومت د اوربند د ملاتړ  د قدرداني ترڅنګ وویل، درې ورځني اوربند دا په ډاګه کړه چې د افغانستان ملت د سولې تږی  او غوښتونکی دی.

د ارګ ماڼی په وینا، په دې غونډه کې  د هېواد د بېلابېلو ولایتونو  د امنیتي مسایلو په اړه د مفصل بحث  ترڅنګ ټینګار وشو چې په ټولو ولایتونو کې امنیتي تدابېر  وجود لري او همدارنګه امنیتي او دفاعي ځواکونه چمتو دي د هر ډول تعرض پر وړاندې د وطن دفاع وکړي.