The news is by your side.

پاکستان باید د ترهګرو روزنځایونه له منځه یوسي

د پښتونخوا وتلي سیاستوال او پخواني سناتور افراسیاب خټک وايي پاکستان باید اوس یا طالبان د سولې خبرو ته کېنوي یا دې په دغه هېواد کې د ترهګرو د روزنې مرکزونه او روزنځایونه له منځه یوړل شي.

خټک ویلي، سره له دې چې پاکستاني طالبان ددوی د مشرانو د وژل کېدو له امله کمزوري شوي دي خو د ملا فضل الله په وژل کېدو سره به پر پاکستان فشارونه ډېر شي.

خټک زیاتوي، خټک وايي تر هغه چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ له ملاتړه لاس وا نه خلي نو ستونزې به پر خپل ځای وي او جګړې به روانې وي.

دا په داسې حال کې ده چې خټک تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې پاکستان دې له افغانستان سره صادق شي او د سیمې د ثبات، پرمختګ او امنیت لپاره دې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.