کور پاڼه / جالب / دوه کلونو کې ٢٠٠ يارانې

دوه کلونو کې ٢٠٠ يارانې

د جنوبي کوريا يوې ښايستوکې نجلۍ په دوه کاله کې له ٢٠٠ کسانو سره د يارانې تارونه وغځول او د ډاليو ترلاسه کولو وروسته يې ټول بېرته پرېښودل.

دا نجلۍ هان مايرم نومېږي، چې يو کس يې يواځې په يوه ورځ کې د دې لپاره پرېښى و، چې ورته يې ويلي و، کومه ډالۍ يې ولې نه ده ورکړې؟ يا يې هم پرې کوم ښه هوټل کې ډوډۍ ولې ونه خوړه؟

هان دا خبرې په يوه خپرونه کې کړي دي او د ٢٠٠ کسانو سره د يارانې خبره يې منلې ده او ويلي يې دي چې له دې ټولو خلکو سره يې د ډاليو او مالي ګټو لپاره يارانې کړي.

هان وايي، چې دا يارانې يې ډېرې لنډې وې او د يو کس نه وروسته به يې بيا بل کس سره د يارانې تارونه غځول. هغه وايي چې هر څه يې د ډاليو او مالي ګټې لپاره کول او چې ياران به يې تنګ شول، نو دا به يې پرېښوده.

هان د خپلې وروستۍ يارانې په اړه وايي، چې له خپل يار څخه يې په بيا بيا د موبايل د پېسو د ورکړې غوښتنه کوله او هغه لس زره بل هم پرې کړ، خو کله چې يې ترې غوښتنه وکړه، چې د ريسټورانټ بل يې هم پرې کړي، نو هغه انکار وکړ او دا يارانه يې هم ختمه شوه.

هان وايي، چې تراوسه يې له دې يارانو د يو کروړ خوا و شا ډالۍ، سره زر او نور ډېر څه لاسته راوړي.

کله چې د هان دا خپرونه خپره شوه، نو له هغې وروسته پرې په خواله رسنيو خلکو نيوکې پيل کړې، چې له دې وروسته بيا هان وويل، چې دې يواځې له دېرش کسانو سره يارانې کړي، کومې خبرې چې نوموړې په خپرونه کې کړې وې، هغه وايي چې دا درواغ دي او د خپرونې مسوول ورته ويلي و، چې داسې ووايه.

هان وويل، چې د خپرونې مسوول ورته وويل، چې له دې مخکې کوم کس دې خپرونې ته راغلى و، هغه دعوه کړې وه چې له ١١٧ نجونو سره يې يارانې کړي او په چل ول کې يې بېرته پرېښي دي.

نو له دې وروسته هان د خپرونې د مسوول خبره ومنله او په خپرونه کې يې وويل چې په دوه کاله کې يې تر ٢٠٠ پورې کسانو سره يارانې کړي، خو هغه وايي چې دا ټول هر څه ورته ليکلي ورکړل شوي و.

د ټلويزيون له لوري بيا په خپور شوي بيان کې ويل شوي دي، چې د خپرونې مسوول ته د هېڅ داسې څه اجازه نشته، چې هغه دې په چا درواغ ووايي. دوى زياتوي چې پر هان خلک نيوکې کوي، نو اوس دې دې خلکو ته ځواب هم ورکړي.

Loading...

بیا وګوره

په لبنان کې ميليونره خېرغوښتونکې مړه شوې

د لبنان پوليسو په يوه موټر کې د يوې ٥٢ کلنې خېر غوښتونکې مړى پېدا …

د اورګاډي ٢٥ ثانيې مخکې روانېدو له امله شرکت له خلکو بښنه وغوښته

په جاپان کې يو اورګاډى د خپل وخت نه ٢٥ ثانيې مخکې روان شوى و، …