کور پاڼه / ساينس او ټيکنالوژي / څو ثانيو کې هر ځاى ته (تګ) ممکن شو

څو ثانيو کې هر ځاى ته (تګ) ممکن شو

څو کلونه مخکې موږ د موبايل او انټرنېټ په اړه هم هېڅ يقين نه کاوه، خو اوس موبايل او انټرنېټ دومره پرمختګ کړى، چې بې سارى دى، خو اوس ساينسدانان يو ګام نور هم مخکې تللي دي او وايي چې د ټېکنالوژۍ په مرسته اوس کولاى شي چې په څو ثانيو کې يو کس د نړۍ له يوه ګوټ څخه بل ګوټ ته ولېږي.

د کاناډا ساينسدانانو داسې يوه آله (ډيوايس) جوړ کړى دى، چې کولاى شي د مکمل انسان وجود د هولوګرام ويډيو چېټ په ډول جوړ کړي.

دې آلې ته (ټيلي هومين ٢) نوم ورکړل شوى دى، چې له يوه بل سره به پکې داسې خبرې کوئ، چې بېخي يو بل ته مخامخ ولاړ يئ، يا هم سره په يوه کوټه کې يئ.

د کوينز پوهنتون څېړونکو دعوه کړې ده، چې دا د نړۍ لومړى رښتينى هولوګرافيک ويډيو کانفرنس سيسټم دى.

د دې جوړونکي وايي، چې دا د يو انسان مکمل وجود او څېره په څو ثانيو کې د نړۍ هر ځاى ته رسوي، يعنې مخ په مخ به له يو بل سره خبرې کوي.

څېړونکي وايي، چې له يو بل سره مخامخ خبرې د انسان په ژوند کې ډېر ارزښت لري، خو اوس چې کوم انلاين شيان کارول کېږي، دا هغه څه نه شي پوره کولاى، چې يو انسان يې غواړي، نو همدا لامل دى چې خلک له يو بل ليرې شول.

دوى وايي چې ټيلي هيومين ٢ به په زرګونو ميله ليرې خلک سره يو ځاى کړي، چې سکايپ يا کوم بل ويډيويي سيسټم يې نه شي کولاى، ځکه د دې سره به خلک بېخي يو بل ته مخامخ ولاړ وي.

په ټيلي هيومين ٢ کې به د انسان ټول وجود تهري ډي کامرې ګوري او د انټرنېټ په مرسته به يې بل ډيوايس (چې له بل کس سره به وي) ته لېږي.

خو ساينسدانانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي، چې دا ډيوايس به کله عام شي.

Loading...

بیا وګوره

په يوه کليک له فېسبوکه وټساپ کې هر څه شريک کړئ

فېسبوک هره ورځ د خپلو کاروونکو لپاره نوې نوې اسانۍ راپېدا کوي، اوس ويل شوي …

که دا شفر (پاسورډ) کاروئ، همدا اوس يې بدل کړئ

هر کال د مۍ لومړۍ پنجشنبه د شفر (پاسورډ) د ورځې په توګه لمانځل کېږي، …