طالبانو په خپلو لیکو کې (۱۸) نور مهم کسان بدل کړل

خبریال ډاټ کام / د طالبانو د کوټي او پېښور شورا د قطر دفتر سره په هم غږې په خپلو لیکو کې پراخ تغیرات راوستلي دي‌. د نورو بدلونونو د راتګ انتظار هم شونی دی ،خو دم ګړی لاندي (۲۵) کسان بدل شوي دي.

بدل شوي کسان اکثرو ته ترفیع ورکول شوې او یا د یوه ولایته بل ته اوښتي دي . د تېر ځل برخلاف دا ځل په بدلونو نو کې مخالفتونه نه وو. د تغیراتو لړۍ که څه هم له امریکا یانو سره د سولي‌ تر موافقې وړاندي‌ پیل شوې وه ،خو پر وروستیو هغو یې پرېکړي ته له تېرو ۴  یا پنځو روځو طالب مشران ناست وو.

د ځینو کسانو فزیکي‌شتون او ځینو نورو بیا وکالتونه یوبل ته ورکړي‌وو، په لویه کې د پېښور شورا د مشر شیخ صاحب او د ملا محمد عمر د زوی ملا یعقوب له لوري‌ د تغیراتو مشري کېدله .

که څه هم طالبان هڅه کوي چې دا بدلونونه پټ وساتي ،خو په طالبانو کې دننه د خبریال ویب پاڼې  سرچینې وايي چې د تغیراتو پر سر ناندرۍ هم راټوکېدلي وې چې د قطر ددفتر په مداخله دم ګړی ارامي شوې

طالبان دا تغیرات په داسي‌ وخت کې را ولي چې  د طالبانو او امریکا یانو ترمنځ د سولي هوکړه د فبرورۍ په ۲۹ مه لاسلیک  شوه ، خو تر اوسه لا دا روښانه نه ده چې دا تغیرات به د سولي او تاوتریخوالي د کمبوت په موخه را وړل شوي‌ وي او که به دا تغیرات د جګړې د یوه نوي‌ پیل لپاره پیلا مه وي ؟

د کوټي شورا یوه غړي چې د تغیراتو له مسئولینو یو دی خبریال ډاټ کام ته وویل چې دا ټاکل شوي کسان اکثره یې د جګړې ښه مهارت لري او تر ډېره بریده به د مشرتابه امر ته ژمن وی .

د طالبانو وروستي تغیراتو سره هم مهاله امریکا هم اعلان وکړ چې له افغانستان نه یې د پوځیانو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده ؛ خو د خبریال سرچینې وايي چې دا تغیرات د امریکا یانو له اعلان سره هیڅ تړاو نه لري .

د طالبانو د تېرو تغیراتو راپور دلته په کلیک کولو سره موند لای شئ‌. تېر ځل طالبانو (۵۰) کسان په یوځل بدل کړي وو، خو دا ځل دا شمېر لږ دی .

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More