The news is by your side.

د روزګان د دهراوت اوسېدونکو حکومت سره د پرېکون ګواښ کړی

خبریال وېب پاڼه/ د روزګان د دهراوت ولسوالۍ په سلګونو اوسېدونکو د یوه پراخه لاریون په ترڅ کې د قوماندان شاه قاتلینو د نیولو غوښتنه وکړه او ګواښ یې وکړ چې که قاتلین یې ونه نیول شي نو دوی به د حکومت سره د پرېکون اعلان وکړي.

د روزګان ولایت د دهراوت ولسوالۍ په سلګونه قومي مشران او ځوانان د یادې ولسوالۍ په بازار کې راټول شوي وو او په پراخه لاریون یې لاس پورې کړ.

د لاریون پر مهال یو شمېر قومي مشرانو او د ځوانانو استازو په خبرو کې وویل چې قوماندان شاه محمد شاه د جوړ شوي پلان له مخې مرکز ترینکوټ ته غوښتل شوی او هلته د یوې پلان شوي دسیسې ښکار شوو.

دوی وویل چې قوماندان شاه طالبانو نه دی وژلی، بلکې د نوموړي په وژلو کې څو بېلابېلې کړۍ او اشخاص لاس لري.

دغه راز دوی د روزګان پر سیمه اییزو چارواکو یې نیوکې وکړې چې د قوماندان شاه محمد د جنازې سره دولتي چارواکي رانغلل او نه هم تر اوسه د فاتحې لپاره دهراوت ته راغلل، په داسې حال کې چې قوماندان شاه محمد شاه په تېرو شلو کالونو کې اوسني نظام ته کار کړی، د کورنۍ څو غړي یې د لاسه ورکړي او پخپله په ده باندې لسګونه ځلي ځانمرګي او وسله وال بریدونه ترسره شوي وو چې په ترڅ کې یې شاه قوماندان دواړه سترګې او د بدن ډېر غړي د لاسه ورکړي وو.

دوی پر افغان حکومت غږ وکړ چې د شاه د ترور موضوع دې له هر څه ژر روښانه کړي، قاتلین دې ژر پیدا کړي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

دوی وویل چې که قاتلین یې ونه نیول شي نو ښکاره خبره ده چې په خپله د روزګان والي، امنیه قوماندان او د ملي امنیت رئیس یې قاتلین دي.

دوی خبرداری وکړ چې که غوښتنې یې ونه منل شي بدې پایلې به ولري او همدا رنګه دوی به تر کابل پورې ځي، تر ولسمشر پورې به خپل غږ رسوي او خپلو مدني حرکتونو ته به دوام ورکوي.

د لاریون کوونکو په وینا چې که په دې هم حکومت د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وایه نو د حکومت سره به خپل پرېکون اعلان کړي.

دهراوت د روزګان ولایت تر ټولو پراخه، ګڼ مېشته او ستراتیژیکه او په سهېل لوېدیځ زون کې مهمه ولسوالۍ ده چې د هلمند ولایت سره هم ګډه پوله لري .

دغه پراخه او مهمه ولسوالۍ په دواړو سترګو نابینا قوماندان شاه محمد شاه تر ډېره حده په امن کې کړې وه او د امنیتي او نظامي چارو تر څنګ یې په ملکي چارو او خدماتو کې فعاله ونډه اخیسته، د خپلو شخصي امکاناتو او بودیجې څخه یې د ولسي وګړو سره مرستې او همکارۍ کولې چې له همدې امله شاه محمد شاه په روزګان ولایت کې یو زړور، وطنپاله او خپلو خلکو ته ژمن قوماندان یادېده.

د شاه د روزګان د دهراوت ولسوالۍ د امنیې قوماندان په توګه پنځه کاله دنده ترسره کړه او بلا اخره په دې وروستیو کې د سیمه ییزو دولتي چارواکو له لوري د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ ته وغوښتل شوو، چې ماښام مهال په ترینکوټ ښار کې کندهار اډې ته څېرمه په یوه وسله وال غلچکي برید کې ووژل شو، بریدکوونکي په تېښته بریالي شول او جنازه یې د دهراوت ولسوالۍ د لنډیانې د شهیدانو په هدیره کې خاورو ته وسپارله شوه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.