fbpx

د ټيسټ لوبو مهال وېش اعلان شو

د کرېکټ نړۍوالې شورا له‌خوا د ټيسټ لوبو چمپین شپ او د ۵۰ اوریزه لوبو (ورلډ کرېکټ لیګ) د منظوریدو وروسته نن د دغو سیالیو مهالوېش (فیوچرټورزپروګرام) اعلان شو چې په کې د افغانستان لوبډلې سیالۍ هم په ډاګه شوې.

افغان کرېکټ ملي لوبډله به له ۲۰۱۹ کال تر ۲۰۲۲ کال پورې په ۳ کلونو کې ټولټال په کور دننه او بهر ۶ ټيسټ سیریزونه او ټولټال ۱۲ ټیسټ سیالۍ د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ ترسره کړي.

افغانستان به د ۲ ټيسټ لوبو لړۍ د ۲۰۱۹ کال په فېبرورۍ میاشت کې په خپل کوربتوب په عربي اماراتو او یا هم هندوستان کې پیل کړي.

افغانستان به په همدې کال کې بنګله‌دېش او زمبابوی ته هم د تيسټ لوبو له‌پاره سفرونه وکړي او بیا به د کال په اخر کې د ویسټ‌انډيزۍ کرېکټ ملي لوبډلې کوربتوب وکړي.

دغه راز ۲۰۲۰ کال کې به هم په ټيسټ سیالۍ کې د ایرلینډۍ کرېکټ ملي لوبډلې سره په خپل کوربتوب پیل کړي او بیا به د یوازینۍ ټيسټ سیالۍ له‌پاره اسټرالیا ته سفر وکړي.

دغه راز په ۲۰۲۱ کال کې به هم د ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب وکړي او په همدې کال کې به له زمبابوې سره په خپل کور او بیا د زمبابوی په کوربتوب ۲ ټیسټ سیالۍ ترسره کړي.

افغان کرېکټ ملي لوبډله به په ۲۰۲۲ کال کی د ټيسټ سیالۍ له‌پاره د لومړي ځل له‌پاره ایرلینډ ته سفر وکړي او بیا به په همدې کال د یوې ټيسټ سیالۍ له‌پاره د اسټرالوۍ کرېکټ ملي لوبډلی میلمستوب په غاړه ولري.

پلان شوی ټيسټ چمپین شپ په ۲۰۱۹ کال جولای په ۱۵مه نیټه پیلیږي چې د ۳ بشپړ غړیتوب لرونکیو هېوادونو افغانستان، زمبابوی او ایرلینډ پرته په کې ۹ بشپړ غړیتوب لرونکي کرېکټ ملي لوبډلې لوبیږي او په ۲۰۲۱ کال اپریل په ۳۰مه نېټه به د اتلی لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسیږي.

اسټرالیا به په ۲۰۲۰ کال کې د لومړي ځ د ټيسټ سیالۍ له‌پاره په اسټرالیا کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې کوربتوب وکړي.

ټاکل شوې وه افغان کرېکټ ملي لوبډله خپله لومړۍ تاریخي ټیسټ سیالۍ راتلونکی کال له اسټرالیا سره ترسره کړي وای خو پرې هندۍ لوبډله را وړاندی شوه او له افغانستان سره د تاریخي ټيسټ لوبې امتیاز هندۍ کرېکټ ملي لوبډلې سره ترلاسه کړ.

ښایي افغان کرېکټ ملي لوبډله اسټرالیا سره د دغه ټیسټ سیالۍ وړاندې یاد هېواد ته د سیالیو کوم بل سفر ونه لري خو د نبي عیسی خېل او راشد خان ترڅنګ ښایي سږکال مجیب ځدراڼ د اسټرالیا په ۸م پړاو بیګ باش شل اوریزه سوداګریزه کرېکټ سیالیو کې ولوبیږي چې د ټيسټ سیالۍ له‌پاره ښه تیاری کولای شي او هم له نورو افغان لوبغاړو سره په ښه تیاریو کې مرسته کولای شي.