fbpx

ختیځ کې د داعش ۲۳ غړي ووژل شول

ملي دفاع وزارت په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د پوځي عملیاتو او هوایي بریدونو په ترڅ کې داعش ډلې ۲۳ غړي د وژلو خبر ورکوي.

ملي دفاع وزارت وایي، د داعشیانو په وړاندې تازه پوځي عملیات او هوایي بریدونه د کونړ په څوکی او ننګرهار ولایت په هسکې مینې او خوګیاڼو ولسوالیو کې ترسره شوي.

سرچینه زیاتوي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د داعش دوه قرارګاوې هم لمنځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوږياڼي پرون وويل، چې د داعش وسله والو د ښاري شبکې پنځه غړي، چې په ښار کې يې د دولتي مسئولينو په ترور، ماينونو او وسلو ليږد او نورو تخريبي کړنو کې لاس درلود د ملي امنيت ادارې له لوري ونيول شول.

نوموړي وويل، چې يادو کسانو په جلال اباد ښار کې تروريستي او تخريبي فعالیت کولو او د دولتي منسوبينو په ترور کې لاس لري.

ده زياته کړه، چې د داعش دغه غړي د نورو ناوړه کړنو ترڅنګ د وسلو او مهماتو په لېږد او ماينونو ځای په ځای کولو جرمونه هم لري.

Loading...