fbpx

د کرکټ بورډ مشرتابه د چا په اخور لګيا دي؟

ليکوال : نعمان لېوال

تېره ورځ په مزار شريف کې د يوه نوي کرکټ لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه، خو په دې مراسمو کې د کرکټ بورډ هېڅ چارواکي ګډون ونکړ.

دې مراسمو ته د هند هېواد سفير او نور ډېر خلک هم ورغلي ول، ويل کېږي چې د مزار شريف د کرکټ دا لوبغالي د يو ميليون ډالرو په لګښت د هند په مرسته جوړېږي.

دا لومړى ځل نه دى چې د افغانستان کرکټ بورډ داسې کار کوي، له دې مخکې چې کله په کندهار کې د کرکټ لوبغالي پرانيسته وه، چې ورته د هند سفير، يو شمېر وزيران او لوړپوړي حکومتي چارواکي ورغلي و، هغې ته هم د کرکټ بورډ مشرتابه نه وي ورغلي او نه يې تراوسه په خپله رسمي پاڼه کې د هغې په اړه کوم خبر خپور کړى، همدا کار يې د مزار شريف د کرکټ لوبغالي د کار پيلېدو له غونډې سره هم وکړ، چې نه په خپله ورغلل او نه يې خبر خپور کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ نه کومه شخصي اداره ده او نه هم د يو ځانګړي کس په واک کې ده، چې هر څه يې زړه غواړي، هغه دې ترسره کوي، بلکې دا يوه ملي اداره ده او هر څه بايد د ملت په خوښه او د ملت د ګټو لپاره ترسره کړي.

خبريال ته رسېدلي معلوماتو څخه ښکاره کېږي، چې عاطف مشعل دا کار يواځې د پاکستان د خوشحالولو لپاره ترسره کوي. مشعل په APL يا افغان پريمئير ليګ کې د پاکستان کرکټ بورډ ته هم بلنه ورکړه، چې د هغوى لوبغاړي پکې ولوبېږي او په دې کار سره يې وکول، چې هند خپه کړي او پاکستان خوشحاله کړي. که تاسو ته په ياد وي، نو د پاکستان د پوځ د وياند يو ټويټ، هم عاطف مشعل او ځينو لوبغاړو له خپلو رسمي پاڼو څخه ډېر شئير کړى و، چې بيا پرې ولس سختې نيوکې وکړې او مشعل او نورو بيا هغه ټويټ له خپلو ټويټر حسابونو څخه بېرته ړنګ کړ.

يوه بله خبره دا ده، چې عاطف مشعل غوښتل د ياد کرکټ لوبغالي قرارداد په خپله خوښه يوه کس ته ورکړي، چې هند ورسره دا خبره ونه منله، ځکه هند غوښتل چې دا لوبغالى په معياري ډول په يوه نړيوال قراردادي جوړ کړي، چې هم په وخت جوړ شي او هم په کېفيت جوړ شي، همدا لامل هم دى چې عاطف مشعل يا د کرکټ بورډ بل کوم چارواکي په يادو مراسمو کې ګډون ونکړ.

هند د افغانستان د کرکټ په وده کې ډېرې مرستې کوي، نه يواځې دا چې په هند کې يې افغان لوبډلې ته لوبغالي ورکړي، بلکې هلته افغان لوبغاړي روزنه هم ترلاسه کوي او همدا راز زموږ لومړنۍ تاريخي ټېسټ لوبه هم د هند سره وه، خو د کرکټ بورډ چارواکي يا په ځانګړې توګه عاطف مشعل په دې هڅه کې دى چې پاکستان ته ځان نږدې کړي.

عاطف مشعل چې له کله راهيسې د کرکټ بورډ مشر شوى دى، له هماغه لومړۍ ورځې راهيسې لګيا دى او په ډول ډول دا هڅې کوي، چې پاکستان ته ځان ورنږدې کړي، خو ولس يې تل پلانونه له خاورو سره خاورې کړي.

اوس هم که ولس د عاطف مشعل پر ضد راجيګ نه شو، نو د افغانستان کرکټ به ورځ تر بلې زوال ته لاړ شي.

که تاسو وګورئ نو کرکټ بورډ اوس د تېز توپ اچوونکي يا فاسټ بالر په لټه کې دى، حال دا چې د حميد حسن په څېر يو نړيوال او تکړه فاسټ بالر، چې لوبغالى به پرې ښه ښکارېده او په لومړي سر کې يواځنى داسې بالر و، چې نړيوالو يې هم ستاينې کولې، د کرکټ بورډ د بې غورۍ له امله اوس يې له خلکو نوم هم هېر شوى دى. همدا راز د فريد ملک، نوين الحق، يامين احمدزي، سيد شيرزاد، نواز خان، عبدالله عادل، باطن شاه، نجات مسعود او وفادار مومند په څېر فاسټ بالران موږ لرو، چې لږ و ډېرې خوارۍ ته اړتيا لري، خو کرکټ بورډ دا ټول هېر کړي او د ولس د دوکه کولو لپاره يې اوس دا لوبه پيل کړې ده، چې په افغانستان کې فاسټ بالر نشته او دوى اوس په فاسټ بالر پسې ګرځي.

که تاسو وګورئ نو د دې دومره تکړه فاسټ بالرانو په شتون کې بيا هم د اصغر ستانکزي ورور کريم جنت د فاسټ بالر په نوم په لوبو کې لوبېږي او بل خوا شاپور ځدراڼ هم لوبېږي، چې يواځې د بايېلات سبب کېږي.

کرکټ بورډ کې فساد دومره ډېر شوى، چې يواځنى حل يې د کرکټ بورډ د اوسنيو ټولو چارواکو ليرې کول دي، ځکه دا خلک هېڅ کله هم نه غواړي چې د ملت يا لوبډلې لپاره کار وکړي، ځکه دوى يواځې د خپلو ګټو لپاره لګيا دي.

له دې ټولو کارونو څخه ښکاره کېږي چې د کرکټ بورډ مشرتابه يا عاطف مشعل د هغه چا په اخور باندې د شخوند هڅې کوي، چې له تېرې نيمې پېړۍ راهيسې يې يواځې زموږ په هېواد کې تخريب کړى دى.

Loading...