fbpx

د سیاسي ګوندونواستازو د اوربند ملاتړ وکړ

له ولسمشر محمداشرف غني  د سیاسي ګوندونو مشرانو او استازو د سولې پروسې څخه  خپل ملاتړ وکړ.

له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي د سیاسي ګوندونو مشرانو د حکومت د موقت اوربند نوښت د زړورتیا اقدام وباله او له هغه څخه  د خپل ملاتړ تر څنګ یې  هیله څرګنده کړه چې د دغه اروبند له زده شويو درسونو څخه  د تلپاتې سولې په ټینګښت کې استفاده وشي.

یادو مشرانو او استازو د سولې په پروسه کې د سیاسي ګوندونو پر رول ټینګار وکړ او د باعزته او پایداره سولې په خاطر یې بین الافغاني مذاکرات مهم وبلل. هغوی په دې برخه کې خپل لیدلوري او نظریات له جمهوررئیس سره شریک کړل.

خبر پاڼهزیاته وي ولسمشر غني د سیاسي ګوندونو د مشرانو او استازو د ګډ لیدلوري او وړاندېزونو او دغه راز له افغان  وسله والو طالبانو سره له موقت اوربند څخه د دوی د ملاتړ قدرداني وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې په دې اړه خپلې مشخصې طرحې شریکې کړي.

 د هېواد جمهوررئیس له بېلابېلو اقشارو په ځانګړي توګه سیاسي ګوندونو سره د مشورې بهیر پر دوام هم ټینګار وکړ.