The news is by your side.

دوستم ته ولې جوزجان کې افتخاري مارشالي ورکول کېږي؟

خبریال وېب پاڼه/د دوو مشرانو تر منځ د وېشل شوي حکومتي قدرت یوه برخه پخواني جنګسالار او په ځانګړې توګه د شمالي ولایتونو سپاهي دوستم ته د مارشالۍ ورکړه هم وه.

خبریال ته رسېدلي معلومات ښیي چې حکومت غواړي پخواني جنګسالار او د ډاکتر نجیب په وخت کې جنرال شوي دوستم ته په جوزجان ولایت کې د مارشالۍ افتخاري رتبه ورکي.

دوستم چې په ۲۰۱۴ کال کې یې له ولسمشر غني سره ملګرتیا پیل شوه او د غني تر ولسمشر کېدو شاوخوا دوه کاله وروسته نوموړی د شمال په یوه بل قومندان باندې د جنسي زور زیاتي په تور له صحنې لېرې شو. نوموړی لومړی ترکیې ته ولاړ او له هغه ځایه بېرته هېواد ته را ستون شو.

که څه هم په احمد ایشچي باندې د نوموړي لخوا د جنسي ځورونې قضیه و نه څېړل شوه او په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې له ډاکتر عبدالله سره ودرېد. کله چې عبدالله له غني سره واک نیم په نیمه ومانه، دوستم ته یې د مارشالۍ اخیستو لپاره هم پر اشرف غني فشار زیات کړ، تر دې چې نوموړی اړ شو دغه پخواني جنګسالار ته دغه برین مقام هم ورکړي.

که څه هم پر ولسمشر غني باندې عام افغانان توندې نیوکې کوي چې یوه جنګسالار او د یوې وړې جزیرې اتل ته یې ولې د مارشالۍ رتبه ومنله، اوس حکومت په دې تکل کې دی چې نوموړي ته په جوزجان ولایت کې د مارشالۍ افتخاري رتبه وکړي تر څو خلکو ته وښیي چې نوموړی خو یوازې د شمال او په ځانګړې توګه د جوزجان مارشال بلل کېږي.

خو ویل کېږي چې همدې ټکي د ډاکتر عبدالله او دوستم پلويان سخت را پارولي دي او هغه ته په کابل کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دې رتبې ورکول غواړي، کوم څه چې ولسمشر غني يې نه مني.
ویل کېږي پر دې موضوع لا هم بحثونه روان دي چې دوستم ته د دې افتخاري رتبې ورکولو په مراسمو کې به څوک ګډون کوي او پخپله به ولسمشر غني هم ګډون وکړي او کنه. دوستم ته د مارشالۍ افتخاري رتبې ورکولو له امله ګڼ غبرګونونه راوپارېدل او په ځانګړې توګه په ولسمشر غني تور ولګول شو چې په دې کار سره يې په ځان پسې يوه ناوړه تاريخي پېښه ثبت کړه او له بشري حقونو سرغړوونکي دوستم ته يې د دې رتبې ورکول ان د شرم تر کچې وبلل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.