The news is by your side.

د رونټیا بنسټ عدلي او قضايي ادارو ته هم د فساد ګوته ونیوه

خبریال وېب پاڼه / افغانستان کې د اداري فساد مسله نوې نه ده کلونه کیږي خلک ترې شکایتونه لري.

د افغانستان د روڼتیا څاربنسټ چارواکي وايي، چې عدلي او قضایي ارګانونو د وزیرانو، سفیرانو، د ملي شورا د غړیو او نوروحکومتي لوړپوړیو چارواکو لسګونه دوسیې ندي څېړلي او سترګې پرې پټوي.

افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې پر څو موازي ادارو سربېره څلور کاله مخکې له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړی عدلي او قضايي مرکز جوړ شو.

دغه مرکز دنده لري، چې د مالي فساد لویې دوسیې  وڅیړي او فیصله پرې وکړي خو اوس د دغه مرکز پر چارو هم نیوکې کیږي.

د افغانستان د روڼتیا بنسټ څېړونکی ناصر تیموري وایي ، چې له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د جنرالانو، وزیرانو، سفیرانو، ښاروالانو او د ملي شورا د غړیو په لسګونه دوسیو سترګې پټې کړې دي.

دی وایي پرته له یوه وکیله، چې دوسیه یې څېړل شوې تر دې دمه د افغانستان په محاکمو کې د هیچا دوسیه نه ده څيړل شوې او فیصله پرې نه ده شوې.

دا نیوکې په داسې حال کې کیږي، چې پرمالي ادارو او د عوایدو پرسرچینو د پراخ مالي فساد راپورونه ورکول کیږي خو د عاملینو د نیولو او محاکمې په اړه جدي ګامونه نه پورته کیږي.

لامل څه دی چې دا ډول قضیې نه څیړل کیږي.

د ولسي جرګې غړي یې لوی لامل اداري فساد یادوي او وایي چې ډیری خلک د خپلو قضیو په بدل کې رشوت ورکوي او دا بیا ددې لامل کیږي چې مسولې ادارې پرې سترګې پټې کړي.

د ولسي جرګې غړی محمد علي اخلاقي وایي، دې مرکز باید د فساد له سترو دوسیو سره مبارزه کړې وای خو په خبره یې نورو اړوند ادارو ته ورته په دې برخه کې ځانګړې لاسته راوړنه شتون نه لري.

د ولسي جرګې بو بل غړی غلام فاروق بیا وایي: « دې بنست څومره، چې خلک په تمه ول؛ هومره کار ندی کړی اوس هم یو شمېر اغېزمن کسان شته، چې لاسونه یې ورته تړلي او پرېکړې نشي کولي.»

ویل کیږي اوږده موده کیږي، چې له فساد سره د مبارزې ځانګړي عدلي او قضايي مرکز هم قضايي غونډې ندي کړي او دا بیا د دې لامل شوی چې خلک پر دې ادارې نیوکه کوي.

بل لورته بیا سترې محکمې تر دې دمه په دې تړاو څه ندي ویلي؛ خو لویه څارنوالي وايي، چې د فساد هر ډول دوسیې، چې دوی ترلاسه کړي پخپل وخت یې څېړلي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ويلي، چې دوی ته د فساد ورغلې ټولې دوسیې څېړل شوي.

خو زیاتوي له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د وروستیو فعالیتونو په اړه اړوند چارواکي څه نه وايي.

څو ورځې مخکې د افغانستان پر ګمرکونو په ځانګړي توګه د اسلام کلا په ګمرک کې د پراخ مالي فساد راپورونه خپاره شول.

دې راپورونه نړۍ هم افغانستان کې فساد ته ځیر کړه او په دې تړوا یې د څیړنو غوښتنې وکړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.