The news is by your side.

قرنطین کې کورني تاوتریخوالي ۲۰۰ افغانانې وژلې

خبریال وېب پاڼه/د بشري حقونو د څار بنسټونه وایي چې په افغانستان کې د کرونا وبا له راتګ سره د کورني تاوتریخوالي له امله څه پاسه ۲۰۰ ښځې وژل شوې دي.

د کرونا وبا په راتګ سره په ټوله نړۍ کې د کورني تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي خو د ښځو د وژنو ګراف له ټولې نړۍ څخه بیا په افغانستان کې لوړ بلل کېږي چې یوازې په تېرو ۴ میاشتو کې څه د پاسه ۲۰۰ مېرمنو د خپلو خاوندانو او د کورنۍ د نورو غړو له لاسه خپل ژوند بایللی دی.

افغانستان په عمومي کچه تېرې حلور میاشتې له ګڼو افتونو سره تېرې کړې چې له کورني او ټولنیز تاوتریخوالي هخوا د جګړې ډګر هم تود ؤ. وسله والو طالبانو په دغه دوره کې چې د کرونا وبا له امله د بشري ناورین وېره هم زیاته وه، خپل تشدد په مراتبو زیات کړ او افغان وژنې ته یې ملا وتړله.

په ورته وخت کې د ښځينه حقونو فعالان وایي، په دې وروستیو کې په کابل او ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي، ناموسي وژنو او ګڼو نورو عواملو له وجې د مېړونو له لوري د ښځو د وژنو ګراف په بېساري ډول لوړ شوی دی.

دوی سمدستي له افغان حکومت څخه په مرکز او ولایتونو کې په کورني تاوتریخوالي کې د ښځو د وژلو د مخنیوي لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د ښځینه حقونو فعاله انجیلا وایي، د قرنطین له پیله تر اوسه پورې د کورني تاوتریخوالي له وجې په مرکز او ولایتونو کې شاوخوا ۲۰۰ ښځو د مېړونو او د کورنۍ د نورو غړو له لوري وژل شوې دي.

په یوې تازه پېښه کې پرون د کابل په دشت برچي سیمه کې یوه مېرمن د خپل خاوند له لوري د خپلو اولادونو پر وړاندې په چاقوانو وژل شوې ده. دوه ورځې وړاندې په یوې بلې ورته پېښه کې په تخار کې د خپل خاوند له لوري ښځه او اولادونه ووژل شول.

روغتیایي کارپوهان په دې باور دي چې روانو جګړو په هېواد کې د ډېری وګړو روح او روان اغېزمن کړی دی، نو له همدې امله په ډېرو وړو مسایلو باندې ستونزې د تشدد وروستي حد ته رسېږي او کورنۍ تاوتریخوالی زیاتوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.