fbpx

په هسکې مينې ولسوالۍ کې شپه او ورځ يوه ټلیفونې شبکه هم سم کار نه کوي

 

د ننګرهار يوه پور نفوسه ولسوالۍ ده چې په دي وروستیو کې د طالب او داعېش جنګیالیو د خپلمنځې نښتو ، د افغان ځواکونو او داعېش وسله والو د جنګ جګړو له امله يي ځاي اوسیدونکو ته ستر زیانونه اوښتي .

په دغه ولسوالۍ کې يو شمیر ښوونځي ، روغتیا مرکزونه، د مخابراتې شبکو پایي او د ځاي خلکو کورنه هم ویجاړه شوي ، خو اوس چې د دغه ولسوالۍ په یو شمیر سیمو کې په نسبې توګه امنیت ښه شوي ، ځاي خلکو خبریال ډاټ کام ته وویل چې د دوې په ولسوالۍ کې شپه او ورځ ټلیفونې شبکې په سم شکل کار نه کوي چې خلک يي له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي .

د یادوې ولسوالۍ ځاي اوسیدونکو  خبریال ډاټ کام سره په خبرو کې زیاته کړه دغه ستونزه يي څو ځله د ولسوالۍ د مسولینو سره شریکه کړی ، خو هغوي پر غوږ نه دي ګرولي .

د اصیل په نامه يوه فعاله ځوان  خبریال ډاټ کام ته وویل چې که ولایتي اداره د مخابراتي شبکو له مسولینو غواړي چې د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدي کلیو کې چې امنیت يي خورا ښه دي کومه پایه ولګوي په دي سره به د دغې ولسوالۍ د خلکو په دې برخه کې ستونزې حل شي .

زرجان بیا د دغه ولسوالۍ يو بل تن اوسیدونکي خبریال ډاټ کام ته وویل چې ټلیفون کې سیمکارتونه پراته دی خو چې کار نه کوي څه به يي کړي

نوموړي خبریال ډاټ کام ته زیاته کړه چې دوي اوس د خپلو خپلوانو  او حتي د کورنيو د غړو څخه  کوم چې په ښار کې خواري غریبې کوي حال احوال نه لري .

ده دا هم وویل که ناروغ ورته پیدا شي نو دوي مجبور دي چې د موټر والا پسې وګرځي ځکه چې ټلیفونه خو هڅي هم کار نه کوی .

د دغه ولسوالۍ اوسیدونکي له مخابراتو ریاسته غوښتنه کوي چې د خحصوصي شبکو د مسولینو سره وغږیږي ترڅو په باامنه سیمو کې د پایو د جوړیدو سروی ترسره او پایي ولګوې چې د دوي ستونزي ورسره حل شي

په دي اړه مو ډیره هڅه وکړه چې د دغه ولایت د مخابراتو د ریس نظر واخلو خو د هڅو سره سره بریالي نه شو، که څه هم له دي وړاندي زموږ سیمه یزه همکار دا ستونزه د ولایتي ادارې د رسنیو له دفتر سره هم شریکه کړي وه ، خو هغوي هم کوم ځواب نه وو ورکړي او نه يي هم زموږ د همکار په پوښتنه سرګرولي وو.

د یادونې وړ ده دا په ننګرهار کې لومړي هغه ولسوالۍ ده چې د ورځ پرمهال هم په کې ټلیفوني شبکې کار نه کوي حال دا چې په یو شمیر ولسواليو کې يوآځي د شپې له اړخه وسله والو د ټلیفوني شبکو په فعالیت بندیز لګولي .