The news is by your side.

را روانه چهارشنبه پر واګه بندر هند ته صادرات پیلېږي

خبریال وېب پاڼه/ټاکل شوې ده د را روانې چهارشنبې په ورځ دوې ورځې وروسته له څو میاشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا افغان صادرات پر واګه بندر پیل او هند ته لاړ شي.

واګه بندر له تېرو څه د پاسه څلورو میاشتو را هیسې د کرونا وبا له امله تړل شوی ؤ چې له امله یې افغان تاجران سخت زیانمن شوي وو.

د افغانستان له پاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، افغان سوداګرۍ ته د اسانتیاؤ برابرولو په لړ کې پاکستان پرېکړه کړې چې له هند سره د افغان سوداګرو د مالونو د لېږد بهیر ته پر واګه بندر باندې د روانې جولای میاشتې په ۱۵ مه نېټه بيا پرانيزي.

صادق په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې د کرونا لپاره ټول احتیاطي تدابیر په په پام کې نیول کېږي. نوموړي په خپل ټويټر لیکلي چې، پاکستان د وړاندې د افغانستان سره په پوله په ټولو لارو د دوه اړخيزه سوداګرۍ فعاليتونه په ځای کړي دي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشرخان جان الکوزی وايي د پاکستان د دغه پرېکړې هرکلی او ستاينه کوي چې د هند سره د واهګه پوله د افغان سوداګرو دپاره پرانيزي.

د واګه په لار يوازې د افغانستان څخه هند ته مالونه لېږل کیږي او له هند څخه افغانستان ته واردات نه پرې کېږي، خو د څو مياشتو د بندېز وروسته چې اوس دغه لار د افغان سوداګرو له پاره پرانستل کېدل دوی ته په ګټه ده او دا وخت چې د افغانستان د سبزۍ او مېوې دی د لارې پرانستل به د افغان سوداګرو په ګټه تمام شي.

نوموړي همداراز ویلي دي چې د پاکستان د دې ګام هرکلی هم کوي چې د تورخم او چمن وروسته یې د غلام خان، انګور اډې او خرلاچي لارې پرانستي خو نوموړی وایي د کرونا وبا له امله چې په پوله د ډرائيورانو کلېنډرانو د بدلولو کومه لړۍ ده که دا ختمه شي نو په پوله د ګاډو د تګ راتګ کار به اسان شي.

په ورته وخت په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل هم ټویټ کړی دی او ویلي یې دي چې تمه ده دوې ورځې له هند سره په لنډه لار (واګه بندر) افغان صادرات یو ځل بیا پیل شي.

پاکستان وخت ناوخت پر افغان تاجرانو باندې خپلې پولې تړي او ملیونونه زیان ور اړوي خو دا ځل یې دغه لار د کرونا وبا د مخنیوي له امله تړلې وه.

موده مخې د تورخم او چمن لارې هم له افغانستان سره د صادرانو او وارداتو پر مخ خلاصې شوې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.