fbpx

کابل کې ۲ ځانمرګي بریدګر ونیول شول

د کابل ښار د میوند جادې له مربوطاتو څخه یې دوه ځانمرګی بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، چې دغه کسان نن د غرمې مخکې شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د حلبي سازانو له کوچې څخه نیول شوي.

د وزارت ویاند نجیب دانش وايي د عملیاتو په ترڅ کې له چاودېدونکو توکو ډک دوه واسکټونه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې هڅې کوي تر څو د هېواد په مهمو ښارونو او ولایتونو کې خپل بریدونو ته زور ورکړي.

شاوخوا دوه اوونی مخکې په پلازمینې کابل ښار کې یې د کلیو او پراختیا وزارت ته څېرمه ځانمرګي برید ګن شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Loading...