fbpx

بریتانیا د ټرمپ او پوتین د لیدنې په اړه اندېښنه لري

. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې دا خبره د بریتانیا یوه لوړپوړي دولتي چارواکې کړې ده. هغه ویلي، چې که څه هم تر اوسه دا نه ده معلومه چې د ټرمپ او پوتین لیدنه به څه وخت وي، خو که دا لیدنه د بروکسل تر ناستې وروسته وشي ښه به وي. د سرچینې د معلوماتو له مخې ښایي دواړه ولسمشران په ویانا کې چېرته چې د اروپایي ټولنې د امنیت سازمان مرکزي دفتر موجود دی تر سره شي. بریتانیوي چارواکې د دواړو رهبرانو لیدنې ته ځکه اندېښمن دي چې د دوی په باور د دواړو ولسمشرانو لیدنه د ناټو پر اهدافو مخامخ منفي اغېزه ښندلی شي.