The news is by your side.

روباټیکو نجونو جوړه کړې تنفسي دستګاه نندارې ته وړاندې کړه

خبریال وېب پاڼه/ د هرات کې روباټیکو نجونو په خپلو لاسونو جوړه کړې تنفسي دستګاه نندارې ته وړاندې کړه.

د هرات والي سید وحید قتالي د هرات د روباټ جوړونکو نجونې وستایلې او د هڅو قدردانی یې وکړ او د له دې ټیم یې د حکومت هر راز ملاتړ اعلان کړ.

د روباټ جوړونکو نجونو له لوري دا جوړه شوې تنفسي دستګاه د تنفس د شمېر تنظیم، چټکتیا او فشار ځانګړتیاوې لري او د طبي مرکزونو له تایید وروسته به بازار ته وړاندې شي.

همدا راز په دې نندارې کې د میکروب ضد مایع، لوبې او د کرونا اړوند ویډیو ګانې هم وړاندې شوې.

د هرات روباټ جوړونکې نجونې د کرونا د خپرېدو له پیله تر دې دمه د تنفسي دستګاه د جوړولو په هڅه کې وې ، چې څو ځل یې دا هڅې ناکامې شوې خو بالاخره ویې کولی شول، چې د تنفس بریالۍ اله جوړه کړي.

تر دې وړاندې بیا د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ATTRA هم د تنفس بریالۍ دستګاه جوړه کړې وه.

افغانستان کې اوس مهال پر کرونا اخته زیات شمېر ناروغان مصنوعي تنفس ته اړتیا لري چې زیاتو ناروغانو د تنفسي دستګاوو د نه شتون له کبله هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د افغانستان په افغان جاپان روغتون کې چې د کرونا ناروغانو لپاره ځانګړی شوی د کرونا د خپرېدو له پیله تر دې دمه د کرونا له دوه سوو ډېر ناروغان مړه شوي، چې د مړینې لامل یې هم د تنفسي دستګاوو نه شتون دی.

که څه هم له افغانستان سره د زیاتو هېوادونو له لوري د طبي موادو مرسته وشوه خو لا هم ناروغان د اړینو توکو نه شتون نه کړیږي.

د افغانستان سره مرشته شوې د تنفس ٣٢ دستګاوې له هېواده پاکستان ته قاچاق شوي دي، په داسې حال کې چې د افغانستان د کرونا ناروغان د مصنوعي تنفس له نه شتون مري.

که چېرې د افغانستان ٣٢ تنفسي دستګاوې نه وې قاچاق شوې اوس به د زیاتو ناروغانو ژوند ژغورل شوی وی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.