The news is by your side.

زمونږ په سوله به آخر څه کيږي؟

خبریال وېب پاڼه/ د نړۍ هرجنګ  پاى موندلی که څه هم ډېر اوږده او دوام داره جنګونه نړۍ تجربه کړي، خو نتېجه يې د جنګ په خاتمې او مذاکراتو (سولې) له لارې حل  شوې،  ستر پيغمبر نبى کريم (ص) له جنګ څخه خبرو اترو او تبلیغ له لارې ننۍ زياتره اسلامي جغرافيه فتح کړې( حديبې سوله، بن نضير، بن قريظه، بن قينقاع يهودو او مشرکينو دغو دريو ډلو سره روغه، خيبر سيمې له يهودو او مشریکينو سره سوله داس  نور ډېر ځاى محمد (ص) له مشرکينو او يهودو سره سوله کړې چې ډيره ښه نتيجه يې ورکړې ده.

لومړى نړيوال جنګ:

لومړى نړيوال جنګ ٤ کاله دوام وکړ، لس ميليونه سربازان پکې ووژل شول ١٣٠٠٠٠٠٠ ملکې وګړي په مستقيم يا غير مستقيم  ډول ووژل شول، تقريبا” ټوله نړۍ په جنګ ککړه وه؛
خو جنګ چا وګټلو؟

هيچا نه! په پاى کې جوړ جاړی وشو د ټولو ترمنځ په يو پريکړه ليک چې څلور مادې يې درلودې سوله وشوه او د نړۍ جنګ غلى شو.

دوهم نړيوال جنګ هم همداسې.
ويتنام جګړه:

نولس نيم کاله يې دوام وکړ، 1954-1975 کلونو ترمنځ وه، ٣ ميليونه خلک په کې ووژل شول، ټريلونونه ډالر پکې مصرف شول خو جنګ نه شمالي ويتنام وګاټه نه جنوبې ويتنام او نه هم امريکا. د دوی ترمنځ سوله وشوه امريکا مخه ښه وکړه نن ويتنام د نړۍ ښکلې سيمه ده او خلک يې آرام ژوند کوى.

د هر جنګ پاى په سوله او جوړ جاړي شوی چې نتيجه يې ډېره ښه ورکړې.

ولې؟ د افغانستان دوه څلويښت کلن جنګ لا هم تود دی.

زموږ دا اوږد جنګ دوه پړاوه لري لومړى پړاو جنګ  له 1979 څخه تر 2001  دوهم يې تر دا ننه 2020 پورې دوام لري.
لومړى پړاو جنګ د سولې له لارى حل شو؛ ژنيو په ناسته کې روس تللو ته حاضر شو، جوړ جاړى ( سوله وشوه) روس ووتلو، خو موږ په خپل منځ کې جوړ نه شوو؛ دومره مو سره ووژل چې نړۍ موږ ته حيرانه وه، دومره وحشتونه مو وکړل چې بېرته مو په سره شورويانو پسې آرمانونه کول.

هغه وحشتونه او جنايتونه ډېر دي اوږد بحث او ځانګړي ليکنه غواړي، تري تېر به شم.
دوهم پړاو جنګ تر ننه دوام لري که څه هم بهانه دا ده چې دواړه جنګونه موږ د اسلام ګټلو او د خپل اسقلاليت لپاره کړى او کوو يې؛ خو داسي نه ده دا اوږد جنګ له پیله زموږ نه وو؛ تر ننه زموږ نه دی، نړيوال جنګ دی او نړيوال تجارت دی موږ ( افغانان) يې ابزار(توکي) يوو.

“نه مو اسلام وګټلو نه مو بشپړ استقلاليت”

انسان حلالول، په سرونو کې ميخونه وهل، عام خلک وژل، په ږيره ښريېل، پاک لباس اغوستلو پوهنتون ته تللو باندى ځوان وژل مو، په اسلام او شرعى نظام ور وتپل.

خپل ارزښتونه ټانګ طيارې طلا او خاوره پاکستان او عربو ته هديه کول، پاکستاني عسکر او جنرال ته زموږ په خاوره کې مامورېت  مو اسقلاليت وګاڼه.
ښا!

نن امريکا وځي، موږ شل کاله جنګ کولو چې وطن مو اشغال دی دا اشغال خو ختميږي زموږ جنګ به هم ختميږى؟

که به لکه د روس د وتلو په څېر موږ بيا لکه وږي لېوان په يو بل غاښونه سره لګوو؟

او که د روس اشغال هم پلمه وه او د امريکا اشغال هم هغه وخت هم جنګ د قدرت او واک لپاره وو او نن هم؟
ښه که داسې ده نو تيره تجربه موږ ته ښه مثال ده.

طالبه!

روسان ووتل، مجاهدينو د شهيد ډاکټر نجيب الله له نظام سره سوله ونه کړه او ويل يې چې مونږ فتح کوو او په فتح کابل ته داخليږو هغه وو چې نه فتح شوه نه يې کابل وليدو خپل منځ کې لکه د ګور چينجيو سره وخوړل چې تر څو بله ډله پسې راپورته سوه او په شمشتو، کولاب، او عربستان ته يې په منډو کړل؛ نو طالبه هغه ده امريکا سره جوړه وشوه اشغال بهانه ورکه شوه  اقتدار دې حق ده چوکۍ دې حق ده دا خاوره دا نظام ستا نظام دی، ملت به ستاسو موټر بم او د خپلو اولادونو وينى وبخښي، د حکومت بمبارۍ او بنديخانې به هم وبخښي ملت به مو تر شا وي تاسو سره جوړ راشئ.

بین الافغانې خبري:

طالبان معلوميږى چې سوله کوي د جنګ اصلي اړخ امريکا اتلس کاله دلته خپلې ټولې (اقتصادي، سياسي،نظامي، ديپلوماتيکې منابع په مصرف واچولې) ټريلیونونه ډالر يې مصرف کړل اوس غواړي چې نور د جنګ نه! بلکې د سولې له لارې دلته خپلې منافع خوندي وساتي، دغه وو چې د نړۍ قوي طاقت امريکا د يو کوچني هيواد کوچنۍ ډله طالبانو سره 18 مياشتې په جوړ جاړي تېرې کړې او ټرمپ هم د حساب وړ پاملرنه لرله دې خوا ته؛
ورورسته له اتلس مياشتو د سولې سخت پړاونه ووهل شول د جنګ اصلي علتونه امريکا او طالبان سره جوړ شول د فبرورۍ په ٢٩مه د قطر په خاوره له څلويښتو زياتو هيوادونو په شتون کې ددواړو ترمنځ سولې تړون لاسليک شو.

ټاکل شوې وه چې د مارچ تر لسمې به ٥زره بنديان خوشې کيږي چې د دې توافق يوه برخه وه او د مارچ په لسمه به افغاني جرګه (مذاکرات) شروع کيږي، خو هغه ونه شو څلور مياشتې پوره کيږي نه بنديان مکمل خوشې شول نه افغاني خبرې شروع شوې ولې علت يې څه وٶ؟

سياسي جنجالونه شروع شول عبدالله او اشرف غني يوه چوکۍ دوه سړي شول، د دولت ټول اړخونه حتى د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد چې ماموريت يې سوله وٶ، هغه هم ددوی ترمنځ جوړجاړي کې بوټونه وشکول، سوله بين الافغانې خبري هېرې شوې، خو ښه خبره دا وه چې نسبي اوربند هم وٶ، طالبانو ډېر لوى عمليات او چاودنې نه کولې تلفات کم وٶ خو جنګ جريان درلود.

په دې څلور مياشتو کې په زرګونه امنيتي ځواکونه ووژل شول او له دې ډېر شمېر عام وګړي ووژل شول.
د دې وژل شويو افغانانو پړه په چا ده؟

معلومه ده په هغه چا چې د افغاني خبرو مخه یې نيولې، هغه څوک چې خړې اوبه غواړي چې ماهيان په کې ونيسي او هغه څوک چې د سولې په راتګ د دوی شخصي ګټو ته زيان اوړي.

د ملت هيله سوله ده خو د چارواکو نظر د واک په ويش، ملت ته د سولې تعريف( په هر قيمت چې وي سوله غواړو.) خو د دوى تعريف (سوله غواړو چى زموږ شخصي ګټې په کې خوندي وي.

سوله څنګه راځي؟

که سولې ته آراده وي ډېره آسانه راتلی شي، موږ هغه ملت يو چې د جرګو او مرکو ښه فرهنګ لرو لويه جرګه لرو،
راځئ!

له همدې تاریخي دود څخه کار واخلو له هرې ولسوالۍ څخه يو يو قومي مشر راټول کړو، حکومت دې واک او ټول صلاحيتونه ورته ورکړي د دريم ګړي په توګه دې د دواړو خواوو واک ورکړل شي، د دوی پريکړه دې سور خط وټاکل شي، سياسیون، حکومت، او ملت دې هم دوى سره همکار وي، اسلامي هېوادونو نړيوالې ټولنې څخه دې هم يو پلاوی ګډون وکړي دولتي ادارات دې لکه د تېر په شان قرنطين شي يوه مياشت دې ټول ادارات سولې ته وقف شي، رسنۍ دې هم ټول پوښښ سولې خبرو ته ورکړي، واک قدرت چوکۍ دې همدا څو تنه مشران وويشي او داسى پرېکړه دىې وکړي که چا د دوی پرېکړه ونه منله په وړاندې به يې علماّ جهاد اعلانوي.

سوله لومړېتوب دی بې له سولې موږ نيست نابود کيږو.
بله چاره بله اثره بله لار نه لرو.

“محراب الدين سليمان خېل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.