The news is by your side.

۷ کلن ځنډ، د بُست تصدۍ فابریکه بیا فعاله شوه

خبریال وېب پاڼه/له پوره ۷ کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا په هلمند کې د بُست تصدۍ فابریکې په فیالیت پیل وکړ چې لسګونه کروندګرو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

د بُست تصدۍ فابریکه له پوره اووه کلن ځنډ وروسته یو خل بیا پرانیستل شوه. په دغې فابریکه کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

په دې وروستیو کې حکومت پراختیایي چارو ته پاملرنه زیاته کړې ده او هڅه کوي په کور د ننه پراختیایي او تولیدي چارې ګړندۍ کړي تر څو وکولی شي له باندینیو اړتیاوو څخه په نسبي توګه را ووځي او کورني تولیدات ځواکمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند د ولایتي چارواکو په هڅو تر اوه کلن ځنډ وروسته په دغه ولایت کې یو ځل بیا د بست تصدۍ فابریکې بیا فعالیت پیل کړ او د پټۍ په پرېکولو سره یې عملاً کار پیل کړ.

په دې مراسمو کې د هلمند والي وویل چې له دوامداره هڅو وروسته وتوانېدو د ولسمشر غني په ځانګړې پاملرنه بُست تصدۍ فابریکې ته ۲۰۰ میلیونه افغانۍ منظور کړو چې ۱۵۰ میلونه بُست تصدۍ ته رسېدلي او د ۵۰ میلیونه د انتقال چارې روانې دي چي په دې سره به د زرګونه کروندګرو ترڅنګ دلته ګڼو نورو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د هلمند والي محمد یاسین وايي، سږکال به ددې فابریکې لپاره ۴۰۰۰ زره ټنه پنبه وپیرل شي، چې تر اوسه يې ۸۰۰ ټنه پېرل شوې او دادی تر پروسس وروسته به مالوچ ، غوړي ، صابون ، کنجاره ، لنتر پنبه او پوستک تولید کړي.

ښاغلی یاسین وايي، د دې فابریکې بیا فعالیت به زرګونه کروندګرو ترڅنګ ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او د کوکنار د کښت د مخنیوي لپاره هم دغه فابريکه ښه بدیل کېدلای شي:

ویل کېږي د دغې فابریکې فعالیت به په ډېرو اقتصادي چارو اغېز ولري او مخ په بره به یې بوځي.

د معلوماتو له مخې د بست تصدۍ فابریکه د ۳۰۰۰۰ ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري، خو د امکاناتو د نشوالي له امله ياده فابريکه له اوو کلونو راهيسې له توليد غورځېدلې ده چې اوس یو ځل بیا فعاله شوه.

اقتصادي کارپوهان دغې کار ته هیله من دي او زیاتوي چې دا به په اقتصادي سکټور کې له هېواد سره ډېره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې هلمند په دې وروستیو کې د نا امنۍ په وروستي حد کې دی خو بیا هم په کې د بیا روغونې چارې درېدلې نه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.