fbpx

ځينې اسخباراتي کړۍ هڅه کوي چې د افغان حکومت د سولې هڅي سپوتاژ کړي

پښتو کې يو متل دي چې (( رښتیا راځئ نو دروغو به کلي وران کړي وي )) که څه هم د کلونو راهیسي په افغانستان کې د سیمي اسخبارتي کړۍ  او يو شمیر مافیاوي کړۍ چې په جنګ جګړو کې خپلې ګټي خوندي بولي ، فعاله دي او وخت ناوخت د حکومت د سولې د هڅو د سپوتاژ کیدو په موخه ډنډورې خوروي او غواړي چې په بې ځايه ډنډورو  سره د افغانانو احساسات راوپاروي ترڅو کشمکش رامنځته او د سولې او ټيکاو د راتلو پروړاندي خنډونه ایجاد کړي .

تاسو پوهیږي چې د ملي وحدت حکومت مشرانو او په تېره بیا ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنیت سلاکار د سولې او د ټيکاو د رامنځته کیدو په موخه خورا پراخه هڅي پیل کړي ، د دغه هڅو په لړ کې په پلازمنیه کابل ، سیمه او نړۍ کې په بیلابیلو ناستو کې په افغانستان کې په ترهګرۍ او سولې او ټيکاو خبري يي ښه بیلګي بللي شو.

 خو د دي هر څه سره سره تاسو ته معلومه ده چې ولسمشر د کابل پروسي په دوهمه ناسته کې له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغان سولې او ټيکاو لپاره دي زموږ سره دولت په دولت خبرو ته کینئ ، او همغه وو چې پاکستان دولت د ولسمشر محمد اشرف غني دغه وړانديز ومانه او له افغان حکومت سره يي دولت په دولت د خبرو او همکاریو ترسره کیدو ته غاړه کېښوده .

 هیره دي نه وي چې پاکستان دومره په اساني دغه چاري ته غاړه نه کېښوده بلکي همدا مشران ول چې سیمه یزه او نړیواله هڅه يي وکړه او د سیمي او نړۍ په کچه يي بیلابیل هیوادونه دي ته قانع کړل چې په پاکستان فشارونه راوړي ترڅو په صادقآ توګه په افغان سوله کې برخه واخلي .

 باالخره د کابل پروسي د دوهمې ناستې وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لومړي وزیر ته بلنه ورکړه ترڅو کابل ته راشي ، هغمغه وو چې نوموړی کابل ته راغي او په کابل کې د افغان حکومت او پاکستاني چارواکو له لوري د سولې او پیوستون د ګډ عملي پلان تطبیق  باندي هوکړي ته ورسیدل ، چې وروسته د بهرنیو چارو د سیاسي معین ښاغلي کرزي په مشر يو لوړپوړي افغان پلاوي بیا پاکستان ته سفر وکړي اود سولې او پیوستون د عمل پلان يي نهاي کړي .

وروسته بیا د  ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر صیب په مشر يو افغان جګپوړي پلاوي پاکستان ته سفر وکړ چې د سولې او پیوستون د عمل پلان په ځينو برخو کې يي له پاکستان سره هوکړي وکړي ، دا چې دغه برخي کومې وي پر دي مو مخکې تفصیلي مقاله لیکلي وه په دي مقاله کې نه غواړم چې بیا تکراري خبري پر وکړم .

 خو راځم اصلي مطلب ته تاسو به خبر یاست چې د کمکي اختر وروسته د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشر بیا يو افغان پلاوي پاکستان ته سفر کړي وو ، ترڅو د سولې او پیوستون د عمل پلان په تطبیق باندي د پاکستان سره ګډ کار پیل کړي .

 خو بدبختانه چې يو شمیر خود غرضه ، اسختبارتي او مافیاوي کړیو دا ډنډوره خبره کړه چې ګواکي د اتمر صیب په مشرۍ پاکستان ته تلل پلاوي د قمرباجوه سره په ډيورنډ کرغیړني فرضي کرښي خبر کړي او دغه کرښه يي په رسمیت منلي .

 که څه هم اتمر صیب د دغه ډنډورې وروسته په کلکه د ډيورنډ په اړه د پاکستاني چارواکو سره د افغان پلاوي خبري رد کړي او زیاته يي کړه چې ډیورنډ مسله د ملت پوري تړاو لري او هيڅ حکومت يي په اړه د تصمیم نیولو او خبرو کولو صلاحیت نلري .

 خو پوهیږي دا چې دغه په کور دننه  کړۍ په جنګ جګړو کې خپلې ګټي ګوري نو ځکه دغسې بې ځايه ډنډورې خپروي ترڅو د سولې او ټيکاو د رامنځته کیدو پروړاندي خنډونه ایجاد کړي او په دغه اوازو سره د افغانانو احساسات راوپاروي او په کوردننه کشمکشونه ایجاد کړي .

 اوس تازه د پاکستان مشهورې ورځپاڼې ډان هم په کلکه دغه ډنډورې درد کړي چې ګواکي افغان پلاوي دپاکستاني لوري سره په ډيورنډ مسله خبري کړي دي .

 ډان ورځپاڼه زیاتوي چې افغان جګپوړي پلاوي د پاکستان پلاوي سره د سولې او پیوستون د عمل پلان په تطبیق باندي خبري کړي چې له مخې به يي ډير ژر د تطبیق لپاره دواړه لوري لاس په کار شي ، په داځل خبرو کې ډير فوکس د ډيورنډ د کرښې په هغه غاړه کې د ترهګرو د پټنځایونو د منځه وړلو او تاوتریخوالي يا تشدد پر مخنيوي  ، افغان سوله کې د پاکستان په رغند رول او طالب چې د پاکستان د حکومت تر اغیز لاندي دي ، د هغو اړ ویستل دي ته ترڅو افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته کینئ .

خو دغه په کور دننه کړۍ ده په دي پوه شي ، چې اوس افغان ولس هوښيار شوي او د دوي په دغه ډول ډنډورو نه تېروځي ، له بیړې کار نه اخلي ، دوي ده د سولې او ټيکاو د سپوتاژ کولو بې ځآيه هڅي نه کوي ، حکومت دي پریږدي چې کار وکړي ترڅو افغان ولسونه  په ارامه او سوله یزه چاپیریال کې ژوند وکړي .

 سوله يواځي د حکومت غوښتنه نه ده بلکې هر لوستې او نالوستي افغان د سولې غوښتونکي دي ، سوله د واړه ، زاړه ، سپینګیر ، سپین سرې ، ځوان او پیغلې ارمان دي ، موږ  ټول افغان ملت د سولې تږي يو او په هر قیمت چې وي سوله غواړو او د سولې او ټيکاو په برخه کې د حکومت او بل هر سازمان د هڅو ملاتړی يوو.

د افغان حکومت د هڅو د بریا او سولې او آمن د راتلو په هیله

لیکوال : محمد اګل وصال