The news is by your side.

بېل کېټس د کرونا د واکسینو له نامتوازن وېش اندېښنه لري

خبریال وېب پاڼه/د مایکروسافټ کمپنۍ مشر وایي چې د کرونا وبا راتلونکي واکسین باید په سمه ډول مدیریت شي، نوموړی اندېښنه لري چې بې عدالتي به په کې وشي.

دا چې ټوله نړۍ د کرونا وبا د واکسینو پر جوړولو لګیا ده او تمه ده چې د سږ کال تر پایه په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ هم وشي، اوس د مایکروسافټ کمپنۍ مشر وایي چې وېره لري واکسین به زورواکي هېوادونه اخلي او په نورو کط به بشري فاجعه را منځته شي.

تر اوسه که څه هم د کرونا وبا په واکسینو کې د پام وړ پرمختګ خبرونه رسنیز شوي نه دي خو یو شمېر نړیوال روغتیایي بنسټونه وایي چې تمه ده د روان زیږدیز کال تر پایه دغه واکسین جوړ او ګټې اخیستنې ته برابر شي.

کورونا وبا تر اوسه په ټوله نړۍ کې په خورا چڼکۍ د خپرېدو په حال کې ده او داسط انګېرل کېږي چې که واکسین یې زر جوړ نه شي، ډېرې نورې قربانۍ به هم واخلي.

تر اوسه په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا له امله څه د پاسه ۵۷۱ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او تر ۱۳ ملیونه او ۷۰ زرو زیات کسان پرې اخته شوي دي. ویل کېږي شاوخوا ۷ ملیونه کسان له دغې وبایي څخه بېرته رغېدلي هم دي.

د قربانیانو او ډېرو مثبتو پېښو په لومړۍ لیکه کې بیا هم امریکا ده چې تر ۳ ملیونه او ۳ لکو زیات کسان پرې اخته شوي دي او څه د پاسه ۱۳۵ زره کسانو یې د دغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د مایکروسافټ کمپنۍ بنسټګر او مشهور نړیوال میلیاردر بیل ګیټس غوښتنه کړې، چې د کرونا ویروس پر ضد جوړیدونکی واکسین باید یوازې شتمنو ته ځانګړی نه وي. نوموړي په یوه تازه وینا کې ویلي، چې په دې برخه کې بې عدالتي باید ونه شي.

د ده په خبره، که دې برخه کې عدالت ونه شي؛ کرونا به لا جدي ګواښ شي او په لوی لاس به یې محرومه خلک په پراختیا کې رول ولوبوي.

ګیټس د ایډز پر ضد د مبارزې د یوه بنسټ په غونډه کې دا هم وویل، چې واقعي بېوزلو ته دې د کرونا واکسین د ترلاسه کولو لپاره لومړیتوب ورکړل شي. ګیټس ته ورته اندیښنې د نړیوالو چارو یوشمېر نورو څارونکو هم ښودلي.

د دوی په وینا، ګڼ هېوادونه د کرونا پر ضد واکسین جوړولو ته د اقتصادي ګټې په سترګه ګوري، چې دغه لید وضعیت پېچلی کړی.

د څارونکو په باور، د کرونا له واکسین جوړولو سره سیاسي او اقتصادي چلند سبب شوی، چې دغه واکسین جوړول دومره وځنډیږي.

د یادونې وړ ده، چې تر اوسه د کرونا پر ضد د نړیوال روغتیایي سازمان له تایید څخه د برخمنو ۲۱ واکسینونو پر جوړیدو کار روان دی. له دې هڅو څخه درې یې بشپړیدو ته نیږدې دي.

امریکا، برتانیه او چین هغه هېوادونه دي، چې جوړیدونکي واکسینونه یې د بشپړیدو پړاو ته نیږدې شوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.