The news is by your side.

د سمنګان خونړۍ پېښه او د خلیلزاد سوړ غبرګون

خبریال وېب پاڼه/پرون د سمنګان ولایت په مرکز کې د امنیت ولایتي ریاست پر ودانۍ موټر بم برید وشو چې شتره ویجاړي یې را منځته کړه.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي د سمنګان د وروستۍ خونړۍ پېښې په غبرګون ویلي دي چې طالبانو ښه کار نه دی کړی او په وینا یې دوی له شوې هوکړې څخه سرغړونه کړې ده.

پرون په سمنګان ولایت کې د امنیت ریاست پر ودانۍ درنه موټر بم چاودنه وشوه چې په کې ۱۱ کسان شهیدان شول او څه د پاسه ۶۰ کسان په کې تپیان هم شول. د ولایتي چارواکو په وینا په دغه پېښه کې ۱۳ پوځیان او ۱۷ د شاروالۍ کار کوونکي ټپیان دي، پاتې ټول ولسي وګړي دي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

دغه چاودنه دومره زوروره وه چې ور چاپېر سیمه کې ټولې ودانۍ یې چپه کړې دي او په سیمه کې د یوه لوی بربریت فضا یې خپره کړې ده.

حکومت او ګڼو نړیوالو سفارتونو دغه برید په کلکو ټکو وغانده او دا یې د طالب لخوا د ناروا جګړې یو تر ټولو ستر او نه بښونکی عمل وباله.

سیاسي شنونکي له طالبانو سره د امریکا شوې هوکړه نیمګړې او د افغانانو تر منځ قصدي ښکېلاک ته لار هواول بولي. دوی وایي چې وسله والو طالبانو له امریکایي لوري سره د عقیدې جګړه یې بلله، ودروله خو د خپلو افغانانو وژنې ته یې لاسونه بډ وهل.

له امریکا سره د طالبانو د هوکړې شاوخوا څلور میاشتې تېرېږي، په دې موده کې دغې وسله والې ډلې چې د پاکستان او روس په وسلو او ملاتړ سمبال دي، په افغان ځواکونو باندې بریدونه کوي، د تېرو دوو لسیزو په پرتله یې په مراتیو زیات تاوتریخوالی کړی دی.

عام افغانان له شته حالت څخه ستړي او سخت اندېښمن دي. دوی د سولې لپاره ټولې هیلې له لاسه ورکړې دي او وایي چې طالبانو د دوی ټولې هیلې غلطې ثابتې کړې او د دوی په ژوند لوبې کوي.

شنونکي وایي؛ امریکا له طالبانو سره د شوې هوکړې په مرسته په پوره آسانۍ هغه موخې ترلاسه کوي، چې ورته راغلي دي. دوی د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه هغه کانونه او قیمتي کاڼي وباسي او په دې هڅه کې دي چې د افغان وژنې له روان بهیر څخه پوره ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت لخوا د شاوخوا ۴۲۰۰ طالب بندیانو له خوشي کولو سره سره بیا هم دغې وسه والې ډلې په خپلو بریدونو کې کمی را وستلی نه دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.