The news is by your side.

له هوکړې وروسته د دویم امریکایي پوځي وژنه

خبریال وېب پاڼه/د امریکا دفاع وزارت وایي چې د افغانستان په جنوب لویدیځ زون کې یې یو پوځي وژل شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون وایي چې د افغانستان په جنوب لویدیځ زون، کندهار ولایت کې یې یو ۲۴ کلن سرتېری وژل شوی دی.

پینتاګون په خپل وروستي بیان کې وایي چې دا پوځي جوزیف ترینت البا نومېږي، ۲۴ کلن دی او د یکشنبې په ورځ په کندهار کې ووژل شو.

که څه هم تر اوسه د دغه سرتېري د وژلو څرنګوالی معلوم نه دی خو څه موده مخکې په فراه ولایت کې یو بل سرتېری هم وژل شوی ؤ.

هغه مهال غربي رسنیو ویلي وو چې د وینسنټ سباسټین ۲۱ کلن ځوان پوځي په یوه ترافیکي پېښه کې په فراه ولایت کې وژل شوی دی. د امریکا د دفاع وزارت هم دغه راپور تایید کړی ؤ. د پنټاګون په اعلامیه کې راغلي وو چې دغه حادثه د دوی تر پلټنې لاندې ده.

تر دې هم وړاندې سیګار په یوه راپور کې ویلي وو چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې اووه امریکايي عسکر وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د اوسني سرتېري د وژنې په هکله د پینتاګون په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړی په جګړه کې نه دی وژل شوی. خو دا نه دي څرګند شوي چې څرنګه وژل شوی. پینتاګون ویلي چې د دغه پوځي د وژل کېدو په اړه پلټنه دوام لري.

دغه البا نومي سرتېري په ۲۰۱۸ م کال د جنوبي کلیفورنیا له فانګوارډ پوهنتونه په ارواپوهنه کې لیسانس اخیستی و او د لیسانس له ترلاسه کولو لږ وروسته پوځ ته لاړ.

د دغه پوځي له وژل کېدو سره سږ کال په افغانستان کې د امریکايي پوځیانود  تلفاتو شمېر ۱۰ ته ورسېد.

تېر کال په افغانستان کې ۱۶ امریکايي پوځیان وژل شوي وو چې د ۲۰ تنو وژل کېدا له جګړې سره تړاو درلود.

د سږ کال د فبرورۍ په پای کې طالبانو له امریکا سره موافقه وکړه چې دا ډله به نور پر امریکايي او نورو بهرنیو پوځیانو حملې نه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.