The news is by your side.

افغانستان په اړه د هند جوړ شوی فلم انلاین خپریږي

خبریال وېب پاڼه /  د هندي رسنیو د راپورونو له مخې هندي سینما کې د افغانستان په اړه جوړ شوی د سنجي دت فلم په آنلان ډول خپریږي.

د هند سینما کې جوړ شوي فلمونه تر ډیره هلته د سینما په پرده ښودل کیږي خو سرچنې وایي،  چې د انلاین خپریدو لامل کرونا ویروس دی.

فلمي ستوري وایي هند کې د کرونا له امله ګرځبندېز لګېدلى دى، چې له امله يې سينماګانې هم تړل شوې دي.

دوی وایي که څه هم په ګرځبندېز کې له نرمښت وروسته ډېر څه پيل شوي دي، خو سينماګانې لا هم تړلې پاتې دي.

د هندي رسنيو د راپورونو له مخې ، د سينماګانو د بندېدو له امله د سنجى دت يو بل فلم (تورباز) هم په انلاين بڼه خپرېږي.

هندي رسنيو د ځينو سرچينو له قوله ليکلي دي، چې د سنجى دت نوى فلم (تورباز) هم په انلاين بڼه خپرېږي.

دوى وايي ښايي دا فلم د اکتوبر په مياشت کې آنلاین خپور شي.

د سنجى دت او نرګس فخري د دې فلم ثبت د ٢٠١٧ کال په دسمبر مياشت کې پيل شوى و، چې سنجى دت او نرګس فخري پکې مرکزي رولونه لوبولي دي.

سرچینه وایي په دې فلم کې يو افغان هنرمند هم کار کړى دى.

په پلان کې وه، چې دا فلم به د ٢٠١٩ کال د جنورۍ په مياشت کې نندارې ته وړاندې شي، خو د ځينو ستونزو له امله د فلم خپرېدل وځنډېدل او وروسته يې بيا کورونا هم د نندارې ته وړاندې کېدو مخه ونيوله.

په دې فلم کې د افغان کم عمره ماشومانو ژوند ته کتنه شوې ده، چې څنګه ترې ځانمرګي بريدګر جوړېږي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، دا د سنجي دت دريم فلم دى چې په سينماګانو کې نندارې ته په تمه و، خو د سينماګانو د بندېدو له امله به اوس دا فلم هم په انلاين بڼه خپور شي.

تر دې وړاندې هم د سنجي دت دوه نور وفلمونه (بوج: دي پرايډ اف انډيا) او (سړک ٢) هغه فلمونه دي چې په راتلونکي کې به په انلاين بڼه خپاره شي.

یو شمیر هندي فلم جوړونکي لا هم دې ته په تمه دي، چې سينماګانې پرانيستل شي او خپل فلمونه نندارې ته وړاندې کړي، خو نور فلم جوړونکي بيا فکر کوي که سينماګانې پرانيستل شي، نو بيا به هم ډېر خلک سينماګانو ته مخه ونه کړي.

ځکه د دوی په باور خلک د کرونا له ویرې سینماګانو ته نه ورځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.