The news is by your side.

د هنر پنځولو بهانې

خبریال وېب پاڼه / د شعر لیکلو په باره کې د الهام خبره ډېره کېږي خو الهام بیا دقیق نه دې روښانه شوی، چې الهام څه شی دی ؟

د الهام په باره کې فکر کوم د خیبر اپریدي دا بیت دقیق ځواب دی :

شاعري څه ده د حواسو بیدارې ده

اپریدی وايې چې د شعر لیکل نور څه نه دي ، د حواسو را ویښیدل دي چې یو محرک پيدا شي او تا شعر لیکلو ته کینوې /اړ باسي.

دا محرک ممکن د چا یاد وي، غم وي، خوشالي وي، د نوې شاعرۍ لوستل وي، د چا شاعرانه اغیز وي او نور.

شعر او هره هنري پنځونه رښتیا هم پرته د لیک له یوه محرکه نه ایجادیږي خو دا بیا بیله خبره ده چې پنځګر له هغه حالته او د شعر له محرکه څه ډول ګټنه کوي.

نن سهار مې (۱۳۹۹/۴/۲۲) پر فیسبوک د ازل جی دا شعر ولوست :

تنګه شوې مې ده سا، حالت ښه نه دی

ته مصروف يي او زما حالت ښه نه دی

د مینو زړونه زنګ نه شي ویرېږم

کرنتین دی د دنیا حالت ښه نه دی

ملا ذان د میکدې زنځیر ایله دی

څوک خفه دی ؟ دا د چا حالت ښه نه دی ؟

لوپټه دې پر اوږو کړه زلفې پریږده

ضرورت دی د هوا حالت ښه نه دی

مابیګا د مولانا خورده خوړلې

نن مې دوه ګوتې سیوا حالت ښه نه دی

دوی په دروغو د ډاکترې مینه وال دي

د ازل جي په رښتیا حالت ښه نه دی

ای خوشاله د ازل تپوس دې وکړه

نن زنګېږي نن يې بیا حالت ښه نه دی

په دې شعر پسې مې سمدستي د اظهار الله خوشال پر وال دا بیتونه ولوستل :

مه خوره زړه واخله سا، حالت به ښه شي

ته لږ صبر تر سبا، تر سبا حالت به ښه شي

قیلون نه څکم خو نن ستا لپاره څکمه

تا سره به ملګرتیا، حالت به ښه شي

ته غم مه کوه ، مزې کوه او ګرځه

دا ډاکتره به شي ستا، حالت به شي

که د دهر د فریب سیوری مو پریښود

او زه ستا وم ته زما حالت به ښه شي

ای ازله دا اظهار چې څو ژوندی یم

مه ساته د چا پروا حالت به ښه شي

ده ورته لاندې دا هم لیکلي و:

مقصد بیا ونه وايې چې یوازې ته ( ازل جی ) شعر لیکلی شي.

پر دې دواړو غزلونو او ددې پنځونو پر ښه او نا ښه به وروسته وغږیږم خو لومړی مو د پښتو ادبیاتو د پیل همدغسې یوې بلې پيښې لوستلو ته تموم.

د پښتو ادبیاتو د ایجاد په هغه دریو مرکزونو کې چې استاد زلمي هېوادمل د پښتو ادبیاتو تاریخ ( لرغونې او منځنۍ دورې ) په لومړي ټوک کې ورباندې بحث کړی؛ یو مرکز ملتان دی .

استاد لیکي (( د ملتان د لودي شاهي کورنۍ په دوو تنو ویناوالو کې یو نصر لودي دی او بل شیخ رضی لودی))

دوی د اسلام دین د تبیلغ دین لپاره پښتونخوا ته تللی و او د پټي خزانې د روایت له مخې دوه کاله يې د کسي په غره کې خلک د اسلام دین ته را وبلل.

پټې خزانې د دوی دوه پاړکي خوندي کړي چې اصلا د لیکونو تبادله ده خو دا تبادله موزونه ده او لومړی له کسي غره شیخ رضی لودي، دا پاړکي نصر لودي ته استولي و :

د الحاد په لور دې ترپلل

ګروه دې زمونږه وکوراوه

مونږ روڼلی په زیارنه

تا په تور وتوراوه

لرغون ولې ګروهیدلې

چې دې ګوښې اړاوه

هغه ګروه دې اوس اړه کړ

چې پلرو دې رڼاوه

لودي ستا په نامه سپک شو

که هر څو دې رڼاوه

زمونږ رغا ده ستا له ګروهه

دور ځلوی په رغاوه

ددې لیک نصر لودي دا ډول ځواب ورکړی دی :

د الحاد په تور تورن شوم

زه لرغون خو ملحد نه یم

زما دښنه هسې تور راکړی

که ملحد یم د دښنه یم

له اسلامه نه ترپلمه

تورانو څخه په ترپله یم

ګروه مې هغه لرغونی دی

اوس هم کړور په لرغونه یم

د اسلام پر هسک به ځلم

و تورانو ته تیاره یم

د لودي زوی سنتي یم

د حمید له لوړکهاله یم

توراني دښن چې وايې

زه له ګروهه په اړه یم

دا يې تور تاسې دروهوی

زه مومن ستاسې په تله یم

د دښنو ویناوې مغږه

زه لودي یمه څو زه یم

۲: پورتنې اثر

د شعر یا ښه ده ووایو چې په موزون الفاظو دغه ډول ځوابونه کابو د پښتو ادبیاتو په هرې دورې او په تېره په منځنۍ کې بیا بیخي ډېر او نسبتا یو مشترک موتیف دي.

ددې دورې هر شاعر ځان تر نورو بر او پر شاعرانه تخنیکونو برلاسی یادوی او حتی تر دې چې کله کله خو د نورو ژبو ادبیات او هنرمندان هم ننګوي :

فارسیوانو د حیرت ګوتې پر غاښ کړې

چې حمید سخن سازې کړي په پښتو کې

دا ځوابونه معمولا هغه شاعران ډېر لري او یا يې په اشعارو کې پيدا کیږي چې پر ځان باوري وي او د نورو شاعري يې لوستي وي.

زمونږ په ځوانو شاعرانوکې جلال امرخېل هم دغه ډول نمونې لري.

اوس خو دې یاران جلاله ستا سر ته دعا کوي

چیرته و غزل نو له حمزه او قلندر نه پس

پورته مو د ازل جی او اظهارالله خوشال د غزلونو نمونې وړاندې چې خوشال د ازل جی د غزل ځواب ورکړی دی.

په ولس کې دغه ډول صفت لرونکو شاعرانو ته ځوابي ، دریابي او روان شاعران ویل کېږي چې په ځینو کتابونو کې يې بیلګې هم خوندي شوی دي خو دا هم د یادولو ده چې هر مهال بیا موزون الفاظ د شعر په تله پوره نه خیژي.

پورتنيو نمونو کې یوه د بلې ځواب دی ( د خوشال غزل د ازل جی لپاره ځواب دی) خو د ادبیاتو په برخه کې د دا ډول شاعرانه ځوابونو او موزونو لیکونو تبادله خپل ارزښت لري او په کار ده چې د ادبیاتو نوي لیکوالان او څبړوونکي ورته پاملرنه ډېره کړي.

د دا ډول شاعرانه ځوابونو تر ټولو مهمه ګټه همدا ده چې پنځونکي تر عادي شعر لیکلو په دې وخت کې له څو اړخونو هڅه کوي، چې باید ښه شعر ولیکی؛ ځکه یو خو د بل چا ځواب ورکوي او معمولا ځواب ورکول له پياوړي دلیل او قوي ژبې پرته یا د منلو نه وي او یا د چا توجه نه جلبوی .

پر دې سربېره د دوو مختلفو پنځګرو له پنځونو، ځوابونو او دلیلونو خوند اخلو او تر ډېره راسره په یاد پاتې کیدو کې هم مرسته کوي.

دلته به ددې ځوابي غزلونو د ادبي ښکلا د مخ ننداره هم وکړو .

ازل جی خوشال ته وايې :

تنګه شوې مې ده سا، حالت ښه نه دی

ته مصروف يي او زما حالت ښه نه دی

ظاهرا خو خبره همدا ده چې ازل جی تنګ شوی او باید د تفریح او ساعتیرۍ لپاره چیرته سره کینې .

بیت دا هم راته وايې چې ازل ولې بل څوک نه ښيي ؟ له دې معلومېږې چې ازل په هماغه جغرافیه کې چې دا بیت يې لیکه، له خوشال پرته یا څوک نه لري او یا يې له ده پرته له بل چا سره راشه درشه ډېره نشته .

مونږ د زړه د تنګوالي او د سا د خفه کیدو عبارتونه لرو خو د سا تنګیدل هماغه د شعر د څنګه والي دعوه چې دې بیت ته يې هنري ښکلا ورکړې ده .

پر دې سربېره دا هم ممکنه ده چې شاعر دې څو ځل د زړه تنګوالي شکایت کړی وي خو له مقابل لوري يې د ډېرو مصرفیتونو منفي ځواب ترلاسه کړی ویاو دا ځل مجبور شوی د ځان د مرګ نسبي ګواښ ورته وکړي.

دی بلاخره مجبورېږي چې خپل زړه تنګون جدي وښيي او بلاخره مقابل لوری دې ته متوجه کړي چې باید چیرته چکر او سفر وکړو.

له مونږ سره چې کله وخت کم وي، یا غواړو خپل حالت او کړی کار، خبره تر نور هرڅه مهم وښیو نو په یوه ساه غږیږو او معمولا له جدي اندازه استفاده کوو.

د پورته ذکر شوي بیت روانې ویل هم ، همدغه ډول حالت چې شاعر په یوه سا خپله خبره تر مخاطب ورسوي چې نوره نو خبره خرابه ده.

دی یا له زړه تنګون ځوریږي، یا پر مقابل لوري غوصه دی چې دا څویم ځل دی درته د ناستې وړاندیز کوم او ستا کارونه نه خلاصیږي.

مونږ که له دغسې حالت سره مخ شو، چې یو څوک دې راته غوصه وي او غوصه يې بیا تر ډېره له نازه وي نه شره او جنګه نو ځواب به مو څه وي او کوم ډول ژبه به استعمالوو؟

طبعا مونږ د غوصه شوي کس پر وړاندې له خوږې او نرمې ژبې استفاده کوو او غواړو، هغه ته یوه یوه خبره وکړو .

ددې یوې یوې خبرې کولو یو حکمت پدې کې دی چې د مقابل کس پر غوصې وخت اوړې او څومره چې وخت تېریږي نو لا مو خبرو ته متوجه کیږي.

مه خوره زړه، واخله سا، حالت به ښه شي

ته لږ صبر، تر سبا، تر سبا حالت به ښه شي

که څوک راته غوصه وي او غواړو غوصه يې ارامه کړو، څه به کوو؟

په دې حالت کې لومړني هڅه همدا ده چې د غوصه شوي کس غوښتنې به منو او هغه څه به ورته وریادوو، چې پوهیږو دی ورباندې خوشالیږي او یا راضي کیږي.

خوشال صیب په راتلوونکو بیتونو کې ځکه وايې :

قیلون نه څکم خو نن ستا لپاره څکمه

تا سره به ملګرتیا، حالت به ښه شي

ته غم مه کوه ، مزې کوه او ګر ځه

دا ډاکتره به شي ستا، حالت به شي

دی پوهیږی چې پدې سره د مقابل لوري غوصه یا ختمیږي او یا پکې کموالی راځي.

پر طرحو او توارد سربېره د ځوابي شعرونو رواني او کیفی سپړنه هم زمونږ د ادبیاتو نا سپړلی باب دی چې باید نوي څیړونکي او ادب نوي لیکوال ورته متوجه شي.

له دې درکه به د یو پنځګر له رواني شاعرۍ ، ذوق او هغه څه هم خبر شو ، چې له مخې يې، دی د پنځونې وړ شوی دی.

دغه ډول ځوابي شعرونه د تضمین صنعت په وده کې هم راسره مرسته کولی شي چې دوهم شاعر ( ځواب ورکوونکی ) د هغه یوه برخه، پوښتنه، نیم بیت او … را واخلي او بیرته يي ورته ور ځواب کړي.

په شعر کې د بلاغي علومو نقش له همدغه ډول شعرونو له سپړنې را ویستلی شو ، چې له یوې خوا مو ورسره د شعر سپړنې بحثونه زور اخلي او له بلې خوا به ورسره د ادبیاتو نا سپړلي او ګونګ اړخونه روښانه شي.

لکیوال: ماهر احسانزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.