The news is by your side.

امریکایي پوځيانو افغانستان کې ۵ اډې تخلیه کړې

خبریال وېب پاڼه/وروسته له هغه چې امریکایي لوري له طالبانو سره په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ، ژمنه یې وکړه چې د یو نیم کال په لړکې به له افغانستانه وځي.

امریکايي چارواکي وايي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې پر اساس، امریکايي ځواکونه په هلمند، ارزګان، پکتیکا او لغمان ولایتونو کې له پینځو نظامي اډو وتلي دي. ویل کېږي امریکايي ځواکونه په څلور ولایتونو کې له پینځو نظامي اډو څخه وتلي دي.

سرچینه زیاتوي، وروسته تر هغه چې د فبرورۍ په ۲۹ د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، امریکايي سرتيري وتلي دي.

په ورته وخت په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند وویل، چې دغه جنګي ځواک به له تروریستي ډلو سره خپلې مبارزه جاري ساتي او ورسره به د افغان امنیتي ځواکونو روزنې، اکمال او ملاتړ ته دوام ورکړي.

تر اوسه په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ او په ټوله کې د ناټو ځواکونو شمېر ۱۲ زره تنو ته راټیټ شوی دی.

د سولې په هغه هوکړه کې چې امریکا له طالبانو سره لاسلیک کړې راغلي، چې باید په ۱۳۵ ورځو کې تاوتریخوالی کم او د افغانانو تر منځ خبرې اترې پیل شي، خو لا هم هغه ژمنې ندي عملي شوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې طالبانو خپلې ژمنې نه دي پوره کړي او د دغې ډلې کړنې دې د سولې هوکړې تر لاسلیکېدو وروسته وارزول شي.

دا په داسې حال کې ده چې وسه والو طالبانو په دې وروستیو کې خپل بریدونه سپه بې سارې توګه زیات کړي دي او ګڼو افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. په ورته وخت کې امریکایي چارواکي وایي چې له دوی سره تر شوې هوکړې وروسته وسله والو طالبانو د دوی پر وړاندې هېڅ برید نه دی کړی.

د تړون له لاسلیک کېدو لس ورځې وروسته، د ۵۰۰۰ تنو طالب بندیانو خوشې کیدل به د ۱۰۰۰ تنو حکومتي بندیانو سره د طالبانو له بند څخه خوشې شي، او بیا به د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي، خو لا څرګنده نه ده چې دغه خبرې به کله پیلیږي.

په ورته مهال کې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، امریکا د سولې موافقې سره سم په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر کم کړی او پینځه اډې یې تخلیه کړي دي.

په هوکړه کې راغلي، طالبان اړ دي چې له نورو تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي، خو راپورونه ښيي چې طالبان لا هم له تروریستي ډلو سره اړیکې لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.