The news is by your side.

افغانستان کې جهاد وکړي ‌پاکستانی پوځ موترشاولاړدی

خبریال وېب پاڼهد پآکستان په سینټ کې دا آواز اوچت شو چې افغانستان کې جهاد وکړيپاکستانی پوځ مو تر شا ولاړ دی؛ دا غږ د پاکستاني‌ سناتور بېرسټر محمد علي سیف وکړ چې  د پوځ ملاتړ ورسره دی .‌

هغه وویل چې :‌ «کله د پاکستان خلکجنګېدونکی قومشي نو بیا به پوځ (د هېواد لپاره) جګړه وکړي. نوموړي د پاکستان خلک خصوصاً خصوصاً مذهبي ګوندونه وپارول چې په کشمیر او افغانستان کې وجنګېږي؛‌ راشئ نن کشمیر ته ننوځي ستاسې مخه چا نیولې ده، کشمیر ازاد کړئ د پاکستان پوځ ستاسې شاته ولاړ دی، لاړ شئ افغانستان ته جهاد وکړئ د پاکستان پوځ ستاسې تر شا ولاړ دی.»‌

دغو څرګندونو په پا کستان کې دننه د پښتنو نیشنلیستانو سخته غوسه را پارولې ده .

پاکستانی پوځ چې همېشه په افغانستان کې لاس وهنه کوي په افغانستان او کشمیر کې په ترهه ګرو بریدونو کې په مستقیمه او غیري ‌مستقیمه توګه ښکیل بلل کیږي‌ ؛ اوس هڅه کوي‌ چې په افغانستان کې خپلې نا مشروع جګړې ته قانونيبڼه ورکړي‌او په سنیټرانو او د پارلمان په وکیلانو دا موضوع را وسپړي .

پښتون سیاستوال د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ او د قومي اسبملۍ غړي علي وزیر په یو ټویټ کې ویلي چې :‌

«د سنېټر بېرسټر سیف دا خبره غندم چې وایي توندروه عناصر باید کشمیر او افغانستان ته ننوځي او د پاکستان د پوځ په ملاتړ وجنګېږي».

دښمن هیواد (پاکستان) پوځ چې همېشه یې په خپلو لاس پوڅو په افغانستان کې د جګړې اورته لمن وهلې ده ، تر دم ګړیه په رسمي‌ ډول د پاکستاني سناتور خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ البته سناتور سیف د پاکستان د پوځ ملاتړی دی همېشه د پوځ خبري‌په سینټ کې کوي .

بېرسټر سیف د پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی او له متحده قومي موومنټ پاکستان سره تړاو لري، چې له واکمن تحریک انصاف ګوند سره په حکومت کې شریک دی.

افغان حکومت لا هم د پاکستاني‌ پوځ پرمداخله او د پاکستاني‌ سینټ پر اوسنیو خبرو پټه خوله دی . پوښتنه داده چې ایا دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا توان نه لري‌چې د پاکستان ځواب ووايي ؟
یا افغان حکومت کې داسي‌ څوک شته چې د دښمن هیواد (پآکستان) سینټتهځوابوواييیاغبرګونوښيي؟

دافغانستاندبهرنیوچارووزارتولي‌ویدهدی؟

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.