The news is by your side.

د کابل امنیت به مخفي پولیس ښه کړی شي؟

خبریال وېب پاڼه/په کابل کې د جنایي او تروریستي پېښو په زیاتېدو سره د کورنیو چارو وزارت د مخفي پولیسو یوه ځانګړې قطعه را منځته کړې ده چې په شخصي جامو کې به ګرځي.

کورنیو چارو وزارت په خپل وروستي بیان کې وايي، په کابل کې د امنيت ټينګښت لپاره به د مخفي پوليسو ګروپ رامنځته شي او په شخصي جامو کې به ګزمې کوي.

د دغه وزارت ستر امنیتي مرستیال، عبدالصبور قانع چې تېره ورځ یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وينا کوله وویل، دغه پولیس به د هیواد د نوي امنیتي میثاق يا تړون له مخې په شخصي موټرو کې ګرځي او د توند لارو او مجرمینو پیژندلو او نیولو کې به مرسته کوي.

دا پولیس به د هغو منیتي چارواکو د غفلت او سرغړونې راپور هم ورکوي، چې د دندې پرمهال له صلاحیتونو ناسمه ګټه اخلي یا خپلې دندې سمې نه ترسره کوي.

ښاغلي قانع وویل دا میثاق له تیرې یوې اونۍ راهیسې کابل کې عملی شوی او زیاتې لاسته راوړنې یې لرلي دي.

دا میثاق په افغانستان کې د سرتاسري امنیت تامین لپاره عملي کیږي چې لومړی پیل یې له کابله شوی دی.

په ورته وخت کې یو شمېر د کابل ښاریان بیا اندېښنه لري چې له دې سره به د کابل امنیت نور هم خراب شي، د مجرم او پولیس توپیر به نه کېږي. دوی وایي، ډېری وخت خپله پولیس هم په دا ډول جنایي پېښو کې لاس لري او له غلو سره مرسته کوي.

دوی همداراز ټینګار کوي چې اوس دولت باید تر دې زیات د پولیسو په صفونو کې پر شفافیت او د فساد په له منځه وړلو زیات تمرکز وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین وویل په دې پروګرام کې نوي ګمارنې او امکانات نشته، بلګې د سیمې له خلکو، مشرانو او متنفذینو سره به تړون کیږي او دوی به د مجرمینو او ورانکارو په نښه کولو کې له دوی سره همکاري کوي.

هغه وویل په تیرو یوه اونۍ کې د خلکو په همکاري لسګونه کسان نیول شوي او د زیاتو ترهګریزو پيښو مخنیوی شوی دی.

د دې میثاق له مخې د کابل ښار په ۶۶ بیلابیلو برخو کې امنیتي کمرې لګول شوي دي، ترڅو د امنیت ټینګښت او مجرمینو پیژندلو او نیولو کې مرسته وکړي.

د قانع په وینا له دې وروسته کوچنۍ امنیتي پوستې له منځه ځي او پر ځای ې د سیمې له مشرانو او متنفذینو سره امنیتي تړون او همغږي کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.