The news is by your side.

افراسیاب؛ پاکستان د افغانستان لپاره پولې بې دلیله نه خلاصوي

خبریال وېب پاڼه/د کوزې پښتونخوا وتلي سیاستوال افراسیاب خټک یو ځل بیا د پاکستان پر سیاست کارۍ باندې د شک څرګندونې کړې دي.

د کوزې پښتونخوا وتلي سیاستوال او لیکوال افراسیاب خټک پاکستان له افغانستان سره په دورغجن سیاست تورن کړی دی او زیاتوي چې په دې وروستیو کې دغه هېواد د افغانستان پر وړاندې خپلې سوداګریزې پولې خلاصې کړې، چې په وینا یې پاکستان په دې کار کې هم کوم شوم هدف لري.

ښاغلی خټک داسې وخت دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې ده نن چهارشنبې له واګه بندر سره د افغانستان او هند راکړه ورکړه پیل شي.

دوې ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په یوه ټویټري پیغام کې وویل چې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې ده چې دوی به د واګه بندر سد افغانستان او هند پر مخ خلاص کړي. که څه هم په ټولو خلاصو شویو بندرونو او لارو کې پاکستان افغان تاجرانو ته ستونزې جوړوي او اضافي تعرفې ورڅخه اخلي، خو بیا هم یو شمېر سوداګر د مجبورۍ له مخې د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره خوښ دي.

د پاکستان په سنا کې دغه پخواني سناتور او د کوزې پښتونخوا وتلی سیاستوال افراسیاب خټک وایي پاکستان د سیمې د ټولو هېوادونو په تېره د افغانستان پر وړاندې سم او سالم سیاست نه لري او ټول کارونه یې نمایشي دي.

د نوموړي په خبره پاکستان وخت او وضعیت ته په کتو د افغانستان په هکله نمایشي کارونه ترسره کوي او ډېر وخت موقتي وي. هغه زیاتوي، په وروستیو کې پاکستان له افغانستان سره ګڼې سوداګریزې لارې پرانیستې دي، چې په بدل کې یې له افغان حکومت هرو مرو کومه تمه لري او دا کار یې نمایشي او تېر ایستونکی دی.

هغه وایي پاکستاني حکومت ته په کار ده چې د افغانستان او پاکستان د ودې او پرمختګ لپاره سالم سیاست غوره کړي او په سیمه کې له ټولو هېوادونو سره رښتینی چلند وکړي. خټک له پاکستان دا هم غوښتي چې د طالبانو د ملاتړ پر ځای دې یو مستقل افغانستان ومني او له افغان حکومت سره دې اړیکې پیاوړې کړي

ښاغلي خټک په یوه بل ټویټري پیغام کې د افغانستان د یوې امنیتي معینې انځور خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې دا د یو نوي افغانستان انځور دی. هغه افغانستان چې دوښمن یې د لیدو تاب نه لري او وخت په وخت د دوښمنۍ له مخې ترهګر ور لېږي.

که څه هم نوموړي په ښکاره ویلي نه دي خو اشاره یې پاکستان ته ده چې د اسلام او جهاد په نوم افغانستان ته افراطي اسلام پالې ډلې لېږي او هلته پرې ترهګریز فعالیتونه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.