The news is by your side.

د پاکستاني سناتور پاروونکې وینا او د افغان چارواکو چوپتیا

خبریال وېب پاڼه/تېره ورځ د پاکستان د سنا مجلس نه هغه لنډکۍ ویدیو په ټولنیزو رسنیو کې زیاته لاس پر لاس شوه چې یوه سناتور یې په افغانستان کې د جګړې کولو پاروونکې لارښوونې کوي.

په ویډیو کې ښکاري چې یو پاکستانی ځوان سناتور د سنا مجلس مشر ته په پېغوري خطاب کې وایي، ولې په افغانستان کې جګړه نه غځوئ، پاکستانی پوځ مو تر شا ولاړ دی.

دغه لنډه ویډیو په کمه موده کې ډېرو زیاتو کسانو لاس پر لاس کړه او په دې هکله یې توند غبرګونونه وښودل. له افغانانو سربېره د کوزې پښتونخوا ډېری سیاسیون هم دغې څرګندونو را وپارول او په ټولنیزو رسنیو کې یې پرې غندونکې څرګندونې وکړې.

په ورته وخت کې ګڼ شمېر عام افغانان د پاکستاني سناتور په دغو څرګندونو باندې د افغان حکومت او په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزات پر چوپتیا نیوکې کوي او زیاتوي چې ولې د پاکستان پر وړاندې توند غبرګون نه ښیي. له دوی څخه ډېری یې وایي چې باید په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړل شي او د دغې پاروونکو خبرو سپیناوی ترې وغوښتل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه غړي علي وزیر په یوه ټویت کې د پاکستاني سناتور دغه څرګندونې غندلې دي او دا یې د دغه هېواد شیطانت بللی او د دوی په خطاب یې ویلي دي چې پاکستان تل د همدې ترهګریزو فعالیتونو تولید کړی دی.

بل پلو د خیبر پښتونخوا مخکښ سیاستوال افراسياب خټک د نوموړي څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، د ايم کو ایم غړی بريسټر سيف چې عام خلک په افغانستان او کشمير کې جګړې ته هڅوي، د خپل ګوند مشران او ډېری غړي يې د همدې جګړې له وجې په بهر کې وخت تیروي، نوموړی زیاتوي چې د هغوی ډله د واکمن ايتلاف يوه برخه ده ځکه تر اوسه په افغانستان کې جګړه روانه ده.

د پاکستان سناتور بريسټر سيف د پاکستان سنا ته د وينا پر مهال ويلي، وسله راپورته کړئ او په افغانستان کې جګړه وکړئ، د پاکستان پوځ مو تر شا ولاړ دی.

هغه چې په افغانستان او کشمير کې يې خلک جګړې ته هڅولي، اوس د ډېری افغانانو او لږ و بر پښتنو غبرګونونه را پارولي دي.

سره له دې چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له حکومت غوښتي چې د دې پاکستاني سناتور د څرګندونو غبرګون کې پاکستانی سفیر احضار کړي، خو تر اوسه چې یوه نیم ورځ هم تېرېږي، افغان چارواکي پرې چوپ دي.

پاکستان په سیمه کې د افغانستان لپاره د ناسور ناروغۍ په څېر یو ویروس دی چې وخت ناوخت ترهګر د پولې برې غاړې ته را لېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.