The news is by your side.

د دوستم پر اوږه د مارشالي رتبه او ګیلم جم ملېشې ! 

خبریال وېبپاڼه – موږ چې ښونځي ته تللو؛ مور به راته ویل پر عمومي سړک مه ځئ چې ګلمجم پر ټانکو سپاره ګرځي په کوڅو کې ځئ. دا هغه مهال وو چې ‌‌‌‌‌‌ډاکتر نجیب د هېواد په جنوب کې د جګړې لپاره له شمال څخه د دوستم او امان الله ګلمجم ملېشې را غوښتې وې. کابلیان د لومړي ځل لپاره د بېبندوباریو او لنډغريو شاهدان شول. نه یوازې له ګلمجمو خلک وېرېدل بلکې د عصمت مسلم په نوم د ملېشو يو بل قوماندان هم په ښار کې د خپلسریو او زور چلولو له لارې ترهه خپروله.

عبدالرشید دوستم له ‌‌‌‌‌‌ډاکتر نجیب الله سره هم رېښتینی پاتې نشو. د کابل جګړې چې زما په منګ د هر کابلي به په یاد وي او د شهیدې ناهید د وژلو تریخ داستان به زموږ د هېواد اوږدې جګړې د تاریخ شرمونکې پاڼه وي. کلونه ورسته چې کله زه د کابل د خلکو استازې شوم نو یوه ورځ مې د ارګ ګلخانې ماڼۍ په دوهم پوړ کې په هغه غټه خونه کې چې د ولسمشر کاري دفتر ته څېرمه ده؛ انتظار ايست؛ د ولسمشر له کار ځایه د خبرو ځوږ راته. لکه چي په کومه جدي موضوع يې له چا سره بحث وو. انتظار مې اوږد شو؛ ګورم دروازه را خلاصه شوه او د وخت ولسمشر حامد کرزي غږ شو چې ویل یې ګوره د ملالۍ خور د ملاقات وخت دې ونیوه د ښاغلي کرزي خواه ته لوی څارنوال عبدالجبار ثابت ولاړ وو. زه ور روانه شوم د ستړي مشي پر مهال کرزي صاحب راته وویل دا ثابت ‌‌‌‌‌‌ډېرې خبرې کوي. غواړي ستا د ملاقات وخت هم ونیسي. ښاغلي ثابت ماته وویل راځه ملالې چې د رئيس صاحب سره مې لانجه ده، ته خو څه پردۍ نه یې. ته هم کښېته چې خبرې پرې وکړو. جمهور رئيس پر خپل مقام کښېناست او موږ دواړه د هغه کاري میز ته جوخت کوچيني میز دوه اړخو ته کښېناستو. ولسمشر کرزي ما ته کړل چې ملالۍ ګوره دا ثابت وایې چې دوستم به ونیسو او بندي به یې کړو خو زه ورته وایم چي يا نه کېږي اوزبکان پرې خپه کېږي. دا نو هغه مهال وو چې عبدالرشید دوستم د اکبر بای پر کور ور اوښتی وو، د مرګ ژوبلې او وهلو ټکولو تر څنګ؛ ویل کېده چې سپکه یې هم ور اړولې ده.

څارنوال ثابت ما ته وویل چې ګوره ملالې ته خو هم زما هم مسلکه یې سم قضاوت به کوئ. اوس امریکایان او ټول ايساف زموږ ملاتړي دي. همدا يې وخت دی چې له زرواکو سره زور وازمويو.ویې نیسو، محاکمه یې کړو او مجازات یې کړو. که نن دا کار نکوو نو کله به یې کوو؟
بيا ولسمشر کرزي ما ته مخاطب او وویل ګوره ملالۍ زه ورته وایم اوس د محاکمو وخت نه دی. اوزبک قوم پرې ولاړ دی خو ثابت صاحب ویل نه، داسي نه ده؛ اوزبکان یې له ‌‌‌‌‌‌ډاره ملاتړي دي. ما ثابت صاحب ته وویل څارنوال صاحب؛ رئيس صاحب رېښتیا وایې مه یې بندي کوه زما له انده ته ولاړ شه پلچرخي ته او د زندان ور پرانیزه ټول زندانیان ازاد کړه. ولسمشر کرزي په حیرانتیا وویل دا څه وایې؟ما ویل جناب رئيس صاحب چې غټ غټ غله، داړماران او زورواکان نه شو نيولی، پر خس دُزانو او کم جرم لرونکو خلکو مو ولی زندان ‌‌‌‌‌‌ډک وي؟ عدالت همدا ایجابوي.
عبدالجبار ثابت ښه په لوړ غږ وخندل او ویل یې افرین واقعا چې ښه قضاوت دې وکړ.
لیکواله : ملالۍ شینوارې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.