کور پاڼه / ساينس او ټيکنالوژي / که دا شفر (پاسورډ) کاروئ، همدا اوس يې بدل کړئ

که دا شفر (پاسورډ) کاروئ، همدا اوس يې بدل کړئ

هر کال د مۍ لومړۍ پنجشنبه د شفر (پاسورډ) د ورځې په توګه لمانځل کېږي، لامل يې دا دى چې انلاين حسابونه نور هم خوندي کړل شي.

د خپلو انلاين حسابونو د خوندي ساتلو لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده، چې ګران او سخت شفر ورکړل شي، ځکه چې کوم خلک حسابونه په ثانيو کې هېک کوي، هغوى ګران او سخت شفرونه لرونکي حسابونه بيا نه شي هېک کولاى.

د سپلېش ډېټا په نوم يو شرکت هر کال د اسانو شفرونو ليسټ خپروي، چې د هېکرانو لپاره يې هېک کول د ثانيو کار دى. په ٢٠١٧ کال کې خوا و شا د پنځه ميليونه حسابونو معلومات راوتي و، چې د هغې معلوماتو تر مخه سپلېش ډېټا د ٢٥ اسانو شفرونو يو ليسټ جوړ کړى و.

په دې کې تر ټولو اسانه شفر ١٢٣٤٥٦ و، دا شفر له ٢٠١١ کال راهيسې په لومړي مقام دى، ځکه ډېر خلک له همدې شفر ګټه اخلي.

په دې پسې بيا بل شفر په خپله شفر (انګليسي Password) دى، چې تر ټولو ډېر کارول کېږي او هېک کول يې اسانه دي. همدا راز ورپسې شفر بيا ١٢٣٤٥٦٧٨ دى.

د دې ټولو اسانه يا بېخوندو شفرونو لېسټ درسره په اخره کې خپروو، خو دا په ياد ولرئ، که تاسو هم خپلو حسابونو ته داسې شفر وټاکئ، نو هېکرانو ته ستاسو د حساب هېک کول بيا د ثانيو کار دى.

هېکران اسان شفرونه په يوه داسې ماشين کې اچوي، چې هغه د حساب امنيت له منځه وړي، نو که تاسو هم په لاندې ليسټ کې کوم شفر خپل کوم حساب ته ورکړى وي، نو همدا اوس يې بدل کړئ.

سپلېش ډېټا وايي، چې کمزوري، اسانه او بېخونده شفرونه چې څومره ډېر له خلکو سره شريک شي، نو هغوى به له دې خبر شي او خپلو حسابونو ته به ګران او سخت شفرونه ورکړي او حسابونه به يې د هېکرانو څخه خوندي شي. دوى همدا راز وايي، چې ښه خبره دا ده چې د هرې وېبپاڼې لپاره بيل بيل شفر وکارول شي.

د سايبر سيکيورټي يا انټرنېټي امنيت پوهان وايي، چې بايد داسې شفر وکارول شي، چې شفر کاروونکي ته هم په ګرانه ياد وي، نو په دغسې حالت کې بيا حساب خوندي کېداى شي.

که چېرې تاسو ته ښکاري چې ستاسو شفر ډېر سخت او ګران دى او هېڅ هېکر يې نه شي هېک کولاى، نو بيا تاسو کولاى شئ چې خپل شفر مو په يوه وېبپاڼه کې هم وګورئ، که تاسو غواړئ چې په دغه وېبپاڼه کې مو شفر وګورئ، نو دلته کلک وکړئ (خو ياد ولرئ، دوى وايي چې د هېچا شفر هم له ځان سره خوندي نه ساتي، خو بيا هم خپل سهي شفر مو پکې مه ګورئ).

د ٢٠١٧ کال تر ټولو ډېر کارېدونکي، اسان او کمزوري شفرونه په لاندې ډول دي:

  1. 123456
  2. Password
  3. 12345678
  4. qwerty
  5. 12345
  6. 123456789
  7. letmein
  8. 1234567
  9. football
  10. iloveyou
  11. admin
  12. welcome
  13. monkey
  14. login
  15. abc123
  16. starwars
  17. 123123
  18. dragon
  19. passw0rd
  20. maste
  21. hello
  22. freedom
  23. whatever
  24. qazwsx
  25. trustno1
Loading...

بیا وګوره

په يوه کليک له فېسبوکه وټساپ کې هر څه شريک کړئ

فېسبوک هره ورځ د خپلو کاروونکو لپاره نوې نوې اسانۍ راپېدا کوي، اوس ويل شوي …

څو ثانيو کې هر ځاى ته (تګ) ممکن شو

څو کلونه مخکې موږ د موبايل او انټرنېټ په اړه هم هېڅ يقين نه کاوه، …