کور پاڼه / منځ پانګه / ټرمپ د شمالي کوریا له رهبر سره پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې کوي

ټرمپ د شمالي کوریا له رهبر سره پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال ویلي، تمه لري چې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ ټولې ستونزې حل شي. دده په خبره د شمالي کوریا له رهبر سره به پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړي خو نوموړي نه ده په ډاګه کړې چې دغه مهم مسایل به څه وي. ده زیاته کړې چې تر دې دمه هم له کیم جونګ اون سره د امریکا مهمې خبرې شوې دي. ټرمپ وايي تر اوسه یې له کم جونګ اون سره د لیدنې کره نېټه او ځای نه دی په ګوته شوی خو په دې اړه بحثونه لا هم روان دي.

Loading...

بیا وګوره

امریکې افغانستان کې لښکرمشر بدل کړ

د امریکې پوځ افغانستان کې خپل لښکر مشر بدل کړ. دغه جنرال له ځانګړو روزل …

ډنمارکۍ وزيره: روژه په خوله مسلمانان د ټولنې لپاره خطرناک دي

د ډنمارک هېواد د کډوالو وزيرې پر يوه بيان باندې خلک ډېر غوسه دي. نوموړې …