آیر لینډ کې د مرغنو سیلاب او حیرانونکې ننداره

خبریال ویب پاڼه / د بریتانیا په آرلینډ په یوه ځانګړې سیمه کې هره ورځ د مرغانو داسيسیلاب تر سترګو کېږي،چې حیرونکې نندارې وړانديکوي‌.

ماذدیګر مهال چې کله مرغان خپلو ځالو ته ستنېږي،نو د یوه سیلاب په ډول تر خپلو منزلونو ځان رسوي ، خو دا سیلاب دومره څپې وهي چې ډېری مرغان له خپلو ځالو نابلدو سیمو ته بیايی .‌

که تاسو آیرلنډ کې یاست یا کله هلته سفر وکړئڼو په نوبر سیمه کې داننداره په لیدلو ارزي . نوبر یو وړوکی کلی دی ،خو هلته ددغه مرغانو په برکت هر ه ورځ د بریتانیا له بیلا بیلو سیمو ورغليو سیلانیانو بانديښایسته وي .

ډېری خلک داننداره حیرانونکې بولي؛ هلته سیلونه سیلونه مرغان په هوا کې سره یوځای کېږياو بیا د یوه لوی سیل په ډول پر سیمه بانديرا څرخي، دا یو ښایسته منظر وي ، او د مرغانو دا سیل ښاييزرګونه یا لسګونه زره وي ې د یوه توپان په ډول یا د تورو مستو وریځو په ډول ښکاري .

حیرانونکې داده چې د یاديسیمي مرغان له انسانانو ډېره وېره نه لري ، او د بریتانیا د کوترو په اندازه خونه چې په وړانديديګرزي،خو دوی هم په اسانيله انسان نه نه الوزي .

خلکو ته ددغو مرغانو نندارې ځکه په زړه پوريويچې مرغان په هوا کې مختلف شکلونه جوړوي، کله د بیرغونو په ډول ښکارپېږي؛ کله بیا د مختلفو حیواناتو شکلونه جوړوي، کله کله د کب او کله کبله د مار په څېر تاوېږيرا تاوېږي‌. 

د آیرلنډ د نوبر کلياوسېدونکيواييچې مرغان په فضا کې خوښيکويخپلې مستۍ ښکاره کوياو دا چې لاندي یې خلک ننداره کوينو دوی وربانديبیا بیا راڅرخياو د هغوی په وړاندي د محبت اۍهار کوي‌.

ځینيخلک نوبر کليته د مرغانو کلی هم وايي،خو دا خبره ډېر زاړه آیرلنډیان کوي‌.

د انګلستان او په ټوله کې د بریتانیا شمال ښکلې سیمه ده ، هلته غرونه ځنګلونه او طبعي ښکلا د پاکې هوا سره همېشه مېلمنو او سیلانیانو ته ښه راغلاست وايي‌.

د بریتانیا دشمال ټولو سیمو ته خدای پاک ځانګړې ښکلا ورکړې ده ،خو بله حیرانونکې خبره داده چې په لیريپرتو سیمو او کلیو کې تر ډېره بریده زاړه یا د پآخه عمر لرونکی کسان ژوند کوي؛ ددوی ځانان یا خو د زدکړو په موخه لویو ښارونو یا پلازمېنيلندن ته ځي او یا هم دکارونو په موخه لویو ښارونو ته مخه کوي‌.

‌ 

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

Privacy & Cookies Policy