کور پاڼه / روغتيا او طبيعت / د اوبو څښلو ګټې

د اوبو څښلو ګټې

زموږ ژوند کې ډیر داسې څیزونه شته چې په حقیقي قدر یي نه پوهیږو، چې د هغو له جملې څخه یو هم اوبه دي. زموږ ټولنه کې اوس هم ډیر خلک چای د دې لپاره څښي چې له اوبه څښلو بیغمه شي. دوی داسې انګېري، ډېرې اوبه ګټه نه لري؛ نو باید چای وڅښي تر څو له ډېرو اوبو څښلو خوندي پاتې شي.

یو انګلیسي متل وايي چې د ورځې یوه مڼه به مو له ډاکټره لیرې ساتي، خو د ورځې ۸ ګیلاسه اوبه به مو له ډیرو ډاکټرانو لیرې وساتي.

د ډاکټرانو په اند هر انسان باید د ورځې ۸ ګیلاسه اوبه وڅښي تر څو د بدن ضرورت یې پوره او له ډېرو ناروغیو وژغورل شي.

روزانه ۸ ګیلاسه اوبه څښلو ځینې ګټې په لاندې ډول دي:

۱ـ اضافي وزن کمول: اوبه د بدن اضافي وازدې او وزن کمولو تر ټولو غوره لار ده ځکه چې کالوري، غوړ، قندې مواد او کاربوهایدریت نه لري.

۲ـ زړه حملې کموي: د ۲۰۰۲ ز کال د یوه څیړنې په نتیجه کې ثابته شوه هغه کسان چې د ورځې له ۵ ګیلاسو څخه زیاته اوبه څښي ۴۱٪ کمه د زړه حملې په نتیجه کې مری نسبت

هغو کسانو ته چې د ورځې ۲ ګیلاسه اوبه څښي.

آیا ۴۱٪ زړه حملې کموالی د ۵ ګیلاسو اوبو ارزښت نه لري؟

۳ـ انرژي زیاتوي: د اوبو کمښت په بدن کې د عضلاتو ویده کیدو او انرژي کموالۍ سبب ګرځي. د اوبو زیات استعمال د عضلاتو فعالیت او د بدن انرژي زیاتوي.

۴ـ د سردرد علاج: د ۸۰٪ سردرد لامل په بدن کې د اوبو کمښت دی. اعصاب زیاته برخه له اوبو جوړه شوې او فعالیت لپاره هم اوبو ته ضرورت لري نو په همدې اساس د اوبو کمښت د سردرد سبب ګرځي.

۵ـ هضم کې مرسته کوي: د هاضمې سیسټم د خوړو د هضم او غیر ضروري موادو د دفع لپاره زیات مقدار اوبو ته ضرورت لري. په کافې اندازه اوبه د خوړو هضم اسانه کوي اومعدې تیزاب د زیاتیدو مخه نیسې.

۶ـ د سرطان مخنیوی کوي: روزانه ۸ ګیلاسه اوبه څښل د کولمې سرطان خطر ۴۵٪ او د مثانې د سرطان خطر ۵۰٪ کموي او همدا راز د سینې سرطان لپاره ګټور دی.

۷ـ په ګردو او مثانه کې د تیګې جوړیدو مخه نیسي.

۸ـ غسل کولو څخه مخکې یو ګیلاس اوبه څښل د وینې لوړ فشار ټیټوي.

۹ـ ډوډی خوړلو څخه مخکې اوبه څښل د خوړو په هضم کې مرسته کوي.

 

Loading...

بیا وګوره

د هندواڼې ګټې

ګرمۍ کې انسان یخو خوراکونو ته ډیره اړتیا لري، د اوړي له خوراکونو څخه یو …

د غاښونو لپاره ۱۰ سپارښتنې

ډیر خلک له دې سر ټکوي،چې هره ورځ خپل غاښونه برسوم، خو پایله یې زما …