کور پاڼه / لوبي / راشد خان حېدراباد ته بله بريا ورپه برخه کړه

راشد خان حېدراباد ته بله بريا ورپه برخه کړه

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچوونکي راشد خان د هند تجارتي ليګ په نننۍ سيالۍ کې هم حېدراباد ته بريا ورپه برخه کړه. په نننۍ لوبه کې سنرايزرز حېدراباد د ډيلي ډير ډيويلز لوبډلې ته په ٧ ويکټو ماته ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د لوبې پچه ډيلي وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه. ډيلي په ټاکلو شلو اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو سره ١٦٣ منډې وکړې، چې پريتوي شاو ٦٥، شرياس لاير ٤٤ او وجى شنکر ٢٣ منډې وکړې. د حېدراباد له لوري بيا راشد خان خوندوره توپ اچوونه وکړه، چې په ٤ اورونو کې يې ٢٣ منډې ورکړې او ٢ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز راشد خان يو لوبغاړى رن اوټ هم کړ. له راشد خان پرته يوه ويکټه سدارت کول هم واخيسته.

د ياد هدف ترلاسه کولو لپاره د سنرايزرز حېدراباد اليکس هيلز او شيکر دون توپوهنې ته راووتل، چې دواړو ښه لوبه وکړه، همدا راز د حېدراباد ټولو لوبغاړو ښه لوبه وکړه او لوبډله يې بريا ته ورسوله. حېدراباد د ٣ ويکټو په تاوان ياد هدف پوره کړ او بريا يې خپله کړه.

اليکس هيلز ٤٥، شکير دون ٣٣، کين ويليمسين ٣٢، يوسف پټان ٢٧ او منيش پانډى ٢١ منډې وکړې. د ډيلي له خوا بيا دوه ويکټې اميت مشرا او يوه ويکټه ليام پلنکيټ واخيسته.

نتيجه دا شوه چې حېدراباد په ٧ ويکټو بريا ترلاسه کړه، چې ١ توپ هم پاتې و، د  نننۍ بريا سره د سنرايزرز حېدراباد لوبډله بيا د آى پي ايل جدول سر ته لاړه، چې په ٩ لوبو کې يې په ٧ لوبو کې بريا ترلاسه کړې ده.

د نننۍ لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بيا افغان مخکښ ورو توپ اچوونکي راشد خان ته ورکړل شوه، چې نن يې تر ټولو ښه توپ اچوونه کړې وه او حېدراباد لوبډله يې بريا ته ورسوله.

Loading...

بیا وګوره

آى پي ايل: راشد خان ډېره ښه لوبه وکړه، ٢ ويکټې يې هم واخيستې

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچوونکي راشد خان د سنرايزرز حېدراباد او چناى سوپر کنګز …

آى پي ايل: چناى حېدراباد مات کړ او پايلوبې ته لاړ

د هند تجارتي ليګ د کواليپاى پړاو په لومړنۍ لوبه کې چناى سوپر کنګز سنرايزرز …