کور پاڼه / جالب / اسراييلي پوځ کې ٣٠٠ پاکستانۍ پېغلې څه کوي؟

اسراييلي پوځ کې ٣٠٠ پاکستانۍ پېغلې څه کوي؟

د پاکستان يوې اوونيزې (ويکلي کارپوريټيډ) په خپل يوه راپور کې ويلي دي، چې د اسراييلو په پوځ کې درې سوه پاکستانۍ پېغلې او درې سوه سړي کار کوي.

د راپور ترمخه، دا خبره د يوه يهودي ليکوال آيټي په هغه کتاب کې راغلې، چې (اسراييل پروفايل) نومېږي. آيټي په خپل کتاب کې ليکلي دي، چې د اسراييلو په پوځ کې د درې سوه پېغلو په شمول شپږ سوه پاکستانيان دندې اجرا کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په پاسپورټ اسراييلو ته د تګ اجازه نشته او نه هم پاکستان له اسراييلو سره رسمي اړيکې لري، خو په وروستيو کې ډېر ځل دا خبرې رسنيو ته راوتي، چې د پاکستان پوځ او سياسيون له اسراييلو سره د ښو اړيکو په هڅه کې دي.

کله چې هند دوه ټوټې شو او د پاکستان په نوم نوى هېواد جوړ شو، نو د پاکستان د پوځ لومړنى مشر يو انګليس و، چې فرنک والټر مسريوي نومېده، نوموړى د ١٩٤٧ څخه تر ١٩٤٨ پورې د پاکستان د پوځ مشر و، چې دا مامدالي جينا (محمد علي جناح) ټاکلى و.

له هغه وروسته بيا د پاکستان د پوځ دوهم مشر يو يهودي و، چې جنرال ډوګلس ګريسي نومېده او د ١٩٤٨ څخه تر ١٩٥١ پورې د پاکستان د پوځ مشر و.

ويل کېږي چې له هغه وخت راهيسې د پاکستان او اسراييلو اړيکې وې، خو دا اړيکې تراوسه پورې پټې ساتل شوي دي.

له دې پرته د پاکستان د پوځ پخوانى مشر او د پاکستان ولسمشر جنرال ضياء الحق، چې د افغان جهاد پلار هم بلل کېږي او د افغانستان په ورانۍ کې تر ټولو لوى لاس د همدې سړي و، ده هم يو وخت د اسراييلو په پوځ کې دنده ترسره کړې ده.

د جنرال ضيا الحق په اړه مشهوره ده، چې ده د اسراييلو لپاره په زرګونو فلسطينيان وژلي دي او د اسراييلو لپاره يې ترې ځمکې قبضه کړي دي.

 

Loading...

بیا وګوره

په لبنان کې ميليونره خېرغوښتونکې مړه شوې

د لبنان پوليسو په يوه موټر کې د يوې ٥٢ کلنې خېر غوښتونکې مړى پېدا …

د اورګاډي ٢٥ ثانيې مخکې روانېدو له امله شرکت له خلکو بښنه وغوښته

په جاپان کې يو اورګاډى د خپل وخت نه ٢٥ ثانيې مخکې روان شوى و، …